1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان صدراعظم استعفا ورکړه

۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعه

د جاپان هیڅ صدراعظم په مسلسل ډول د صدراعظمۍ پرمقام باندي دومره نه وو پاته سوی، لکه شینزو ابي. خو دا به اوس نور داسي نه وي. هغه د صحي دلایلو پر اساس خپله استعفا وړاندي کړه.

Japan Ministerpräsident Shinzo Abe
انځور: Imago Images/Kyodo

د جاپان صدراعظم شینزو ابي د یوه رابلل سوي مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خپله استعفا وړاندي کړه. هغه د خپلي استعفا دلیل خراب صحي حالت بیان کړ، خو ویې ویل، چي د یوه بل صدراعظم تر تعینیدو پوري به پرخپل مقام باندي پاته سي.

دغه ليبرال سیاستمداره په ټوکیو کي وویل، چي د جون میاشتي له نیمايي څخه یې صحي حالت مخ پر خرابیدو دی. هغه د جاپانیانو څخه په دې چي تر خپل اصلي وخت یو کال دمخه او د کرونا بحران په منځ کي استعفا ورکوي، بخښنه وغوښته.

پر مقام پاته کیدلو ریکارډ

ابي د جاپان په تاریخ کي هغه صدراعظم دی چي تر ټولو ډیر پر وظیفه باندي پاته سوی دی. د اول وار له پاره هغه په ۲۰۰۷م کال کي صدراعظم سو، خو د کولمو د سرطان په سبب یې تر یوه کال لا لږ وروسته استعفا ورکړه. کله چي په ۲۰۱۲م کال کي بیرته صدراعظم سو، ویې ویل، چي نور کوم تکلیف نه لري.

خو د رسنیو په حواله په تیرو اونیو کي ابي ته بیرته صحي تکلیف پیدا سو. رپوټونه وايي چي د همدې کال په جولای میاشت کي ابي ویني قی کړي دي. دغه اوازې هغه وخت نوري هم ګرمي سوې، کله چي دغه ۶۵ کلن د نورو ترڅنګ په دې اواخرو کي د کرونا پانډمۍ په ارتباط یوه کنفرانس کي برخه وانه خیسته.

د کرونا بحران پر وخت د ابي محبوبیت هم راکم سوی دی. که څه هم جاپان د نوري نړی په مقایسه پر کرونا باندي تر ډیره حده غالبه سوی دی، خو د کرونا پر اقتصادي عواقبو باندي د حکومت د نه بریالیتوب په سبب انتقادونه کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب