1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان ناورين د آلمان د اتمي انرژي په سياست هم اغيزه کړی

۱۳۸۹ اسفند ۲۷, جمعه

د آلمان په پارلمان کي د صدراعظمي مرکل له وينا څخه وروسته د سياسي ګوندونو ترمنځ د اتمي انرژي داستفادي پر سر ژوراو تند بحثونه وشول او په دي هکله خبري وشوي چي د جاپان له روان اتمي ناورين څخه د عبرت څه ډول يو درس واخيستل شي

د آلمان صدراعظمب انګلا مرکل د خپل هیواد پارلمان ته د اتمی انرژی د سیاست په هکله خپل دریځ روښانه کړ
د آلمان صدراعظمب انګلا مرکل د خپل هیواد پارلمان ته د اتمی انرژی د سیاست په هکله خپل دریځ روښانه کړانځور: dapd

آلمان سمدلاسه تصميم ونيو چي وروسته له دي به نوي اتمي بټي نه جوړوي او زړي بټي به د دري مياشتو په موده کي تړي. دا خبره صدراعظمی انګلا مرکل پرون وکړه

د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل فدرالي شورا ته په خپلي وينا کي د جاپان له ولس او حکومت سره د وروستي زلزلي او سمندري توپان يا سونامي په نتيجه کي د رامنح ته شوي ناورين په خاطر خپله خواخوږي څرګنده کړه. هغه وویل: « مونږ د جاپان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، د هغوي په غم کي ځان شريک بولو او د هغوي لپاره د خير دعا کوو»

د فوکوشيما داييچي په اتمي دستګاه کي وضعيت د تيرو ورځو په څير ناخوال پاتي دي. د دغي دستګاه 750 کار کونکي مخکي له دي بل ځاي ته ليږدول شوي دي او يواځي 50 تنه يي زيار باسي چي د اتمي بټيو د سون خښتي د اوبو له شنيدولو سره سړي کړي. هغوي خپل ژوند له ستر خطر سره مخامخ کړي دي.

د آلمان په پارلمان کي پرون د صدراعظمي مرکل له وينا څخه وروسته د سياسي ګوندونو ترمنح د اتمي انرژي د استفادي پر سر ژور او تند بحثونه وشول او په دي هکله خبري وشوي چي د جاپان له روان اتمي ناورين څخه د عبرت څه ډول يو درس واخيستل شي.

د آلمان حکومت چي له دري سياسي ګوندونو څخه جوړ شوي دي، له خپل يوي نوي پريکړي څخه چي د راتلونکو دري مياشتو په موده کي د د دغه هيواد زړي اتمي دستګاو تر پلټني لاندي ونيول شي دفاع وکړه. خو مخالفو ګوندونو وغوښتل چي حکومت دي خپله هغه يوه پريکړه چي شپږ مياشتي مخکي د زړو اتمي بټيو د فعاليت موده يي اوږده کړي وه سمدلاسه فسخه کړي.

د ګروينن يا د شنود ګوند پارلماني مشر يورګن ترتين وويل: « په دي هيواد کي اوس ټول په دي نظر دي چي د اتمي انرژي څخه دي لاس واخيستل شي، نور هيڅوک نه غواړي له اتمي انرژي څخه دي استفاده وشي.»

د حکومت د ستر مخالف ګوند، سوسيال ديموکرات مشر، زيګما ګبراييل پر صدراعظمي مرکل تور ولګاوه چي د اتمي انرژي په سياست کي له چل او ول څخه کار اخلي او خلکو ته رښتيا نه وايي:

« په کوم خطر باندي چي په اتمي دستګاو کي وجود لري اتمي اقتصاد او د اتمي انرژي پلويان په تخنيک ، ميديا او سياسي ګوندونو کي پرده اچوي او رښتيا نه وايي، حال داچي دغه خطر اوس د دي سبب شو چي په جاپان کي د مليونونو انسانانو ژوند له يو ستر مصيب سره مخامخ شي.»

مرکل او ګبراييل چي دواړه په پخوانيو حکومتونو کي د چاپيريال ساتني وزيران ؤ يو بل باندي تور ولګاوه چي مخکي له دي د اتمي انرژي د دستګاوه مصونيت ته په ټيټه سترګه کتلي دي.

مرکل وويل چي اوس ټول سياسي ګوندونه په دي نظر دي چي وروسته له دي اتمي دستګاوي په آلمان کي جوړي نه شي او تر هغه وخت پوري چي د انرژي بديلي منابع پيدا کيږي، له اوسنيو اتمي بټيو څخه دي يواځي په موقتي توګه کار واخيستل شي.

هغي وويل سمدلاسه له اتمي بټيو څخه لاس اخيستل کومه ګټه نه کوي، ځکه المان مجبوره کيږي چي له بهر څخه د خپلي اړتيا وړ انرژي وارده کړي هغه هم له نه مصوينت لرونکو پرديو اتمي بټيو څخه.

«هغه څه چي مونږ ورته اړتيا لرو، هغه دا ده چي په انډوله توګه اتمي انرژي څخه لاس واخلو. يو هيواد لکه آلمان د اقليم د ساتني لپاره مسووليت لري، ځکه اقليمي بدلون د بشريت لپاره تر اوسه پوري د يوي ستري ننګوني په توګه پاتي دي.»

د آلمان صدراعظمي وويل چي د هغي هيواد به د انرژي د نويو منابعو په لور د پخوا څخه زيات ګړندي ګامونه واخلي. هغي يادونه وکړه چي حکومت به د ساحلي بادي دستګاوه د جوړولو لپاره د اړتيا وړ پانګي او مرستي چمتو کړي.

حکومت امر کړي چي د دري مياشتو په موده کي دي زړي اتمي دستګاوي وتړلي شي. خو د دغو دستګاو څښتنانو اوس دعوا کړي چي د حکومت دا اقدام د قانون خلاف عمل دي. د آلمان صدرعظمي د هغو په ځواب کي ووويل چي په جاپان کي د اتمي دستګاو څخه د رامنځ ته شوو ناورين له امله په آلمان کي هم د اتمي انرژي د بټيو په هکله هم نظر بدل شوي چي د اتمي انرژي د قانون له مخي د دزړو دستګاو تړلو ته لاره برابروي.

ګریسلر برند/ عبدالباری حکیم

کتونکی: بریښنا صابر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب