1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان پخوانی صدراعظم ناکاسون مړ سو

۱۳۹۸ آذر ۸, جمعه

د ۱۰۱ کلونو په عمر د جاپان پخوانی صدراعظم، یاسوهیرو ناکاسون مړ سو. هغه څو لسیزي د نړۍ د دغه اوس دریم قوي اقتصادي هیواد سیاست ټاکلی او دغه هیواد یې د پرمختگ لوړو پوړو ته رسولی.

Japan | Ex-Premier Yasuhiro Nakasone gestorben
انځور: Reuters/Toshiyuki Aizawa

له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۸۷م کاله پوري د ناکاسون د صدراعظمۍ پر وخت هغه تر دوهم نړيوال جنگ وروسته د اساسي قانون د بدلون کوښښ کاوه. ياد قانون دغه هیواد له جنگي فعالیتونو څخه منع کوي.

دغه محافظه کاره سیاستمدار ددې له پاره مبارزه وکړه چي جاپان ته دي لکه د نورو مستقلو هیوادونو په څیر موقع ورکړل سي چي له نظامي لحاظه هم خپله علاقه مندي اظهار کړي.

د نورو ترڅنگ یې په خپلو حماسي اظهارتو سره سخته غوغا رامنځته، مثلأ ویې ویل چي «جاپان د ازادي نړۍ یوه نه ډوبیدونکې الوتکي انتقالونکې کښتۍ ده«.

ناکاسون په ۱۹۵۹م کال کي په حکومت کي د علم او تخنیک عمومي رئیس مقرر سو او د اټومي انرژۍ کمیسون یې هم اداره کاوه. هغه څو لسیزي په حکومتي ارگانونو کي پاته سو. د ده د حکومت دوره د ساړه جنگ د وروستیو کلونو پرمهال وه.

هغه له امريکا متحده ايالاتو سره د ټینگ امنیتي اتحاد د رامنځته کیدو کوښښ وکړ. د امریکا د هغه وخت د جمهوررئيس رونالد ریگن سره یې ټینگه دوستي د تاریخ په پاڼو کي پاته سوه.

شهزاده گۍ ایکوانځور: Getty Images/AFP/K. Nogi

شخړه ايزي هدیرې ته ورتگ

د جاپان د نظامي طاقت د لوړولو په خاطر د ناکاسون ښی اړخي محافظه کاره حزبي ملگري او اوسنی صدراعظم  شینزو ابي هم مبارزه کوي. ابي هم کوښښ کوي چي تر دوهم عمومي جنگ وروسته تصویب سوئ اساسي قانون تغیر کړي.

د ناکاسون د ملي استقلالیت په تیوري کي دا یوه طبیعی خبره وه چي د یاکوسوني د شخړه ایزي هدیرې څخه رسمي لیدنه وکړي. د توکیو په زړه کي پرتې دغي هدیرې کي د دوهم عمومي جنگ پر مهال د جاپان د شاهي نظام له پاره وژل سوي عسکر ښخ دي.

د هغوی په منځ کي د جنگي جنایتونو په سبب محاکمه سوي او اعدام سوي عسکر هم پراته دي. کله چي اوسني صدراعظم شینزو ابي د ۲۰۱۳م کال په ډسمبر کي يادي هديرې ته ورغلی، نو سخت انتقادونه ورباندي وسول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب