۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبهد کابل په شمال کې سالنګ ته نږدې جبل سراج د صافې هوا، شنو باغونو، رڼو اوبو، کبانو او ښکلو منظرو له امله مشهوره دره ده. دلته له ليرې ځايونو د ګرمو سيمو خلک د مېلو، منظرو او سيل لپاره راځي. د جبل سراج ځايي خلکو د سيند په غاړه د خپلو باغونو په منځ کې د مېلمنو سيلانيانو د ناستې او مېلې لپاره ځايونه جوړ کړي چې کپه يې بولي. دوی دغه کپې د يوې ورځې لپاره په کرايه ورکوي او نږدې دغه کار يې کاروبار ګرځېدلی.