1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ایالاتونه نورو ډیرو مهاجرو ته تیاری نیسي

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د جرمني ایالاتونه په راتلونکو اونیو او میاشتو کي د نورو ډیرو مهاجرو اخیستلو ته تیاری نیسي.

Ukraine | Betten für Flüchtende aus der Ukraine in Hannover
انځور: Ole Spata/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي د پروتستانت کلیسا د رسنیزي شبکې لخوا د جرمني په ټولو ۱۶ ایالتونو کي تر سره سوي نظر پوښتني څخه معلومیږي، ددې پخاطر به په ځینو ځایونو کي په غټو خیمو او نندارتونونو کي عاجلي سرپناوي جوړي سي. ډیرو ایالتونو ټینگار کړی دی او ویلي یې دي، کوښښ به وکړي، چي په سپورټي جمنازیومو کي به د مهاجرینو دپاره د سرپناوو د جوړولو څخه ډه ډه وکړي. 

د نورو سرپناوو د جوړولو او مهاجرینو ته د امکاناتو د پراخولو دلیل یوازي په اوکراین کي جنگ ندی. د نورو تر څنگ د بایرن ایالت د داخله وزارت په حواله د پناه غوښتونکو دپاره موجوده ځایونه د یو څه وخت راهیسي د مخ پر ډیریدونکو مهاجرو په سبب ډک سوي دي. 

د اوکراین او نورو مهاجرینو سره یو ځای سږکال د ۲۰۱۶ م کال په اندازه ډیر مهاجرین جرمني ته راغلي دي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب