د جرمني بهرنی سياست به د پخوا په شان وي
۱۳۸۸ آبان ۶, چهارشنبهد پخوا په ډول به اوس هم جرمني د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښي د دايمي غړيتوب دپاره مبارزه وکي ، او تر هغه وخته پوري چه دا کار نه وي سوی ، جرمني به دايمي غړيتوب ته تياری ولري ، او پدې وسيله به ډير غټ بين امللي مسؤليت پر غاړه واخلي .
د بلي خوا بيا د اروپايي ټولني د لزبون د تړون امضأکيدو ته په مثبت ډول سره کتل کيږي . ددغه تړون پواسطه به اروپايي ټولنه نوره هم دمومکراتيکه او د معاملې کولو صلاحيت ولري .
د جرمني حکومت به د انرژۍ ،بانکو د څارني او کنترول او همدارنګه په امنيتي او دفاعي سياست کښي مشخصي پروژې وړاندي کي . جرمني به ددې دپاره کار وکي ، تر څو اروپايي ټولنه د بې وسلې کولو سياست پياده کي .
پر دې سربيره د جرمني نوی ايتلافي حکومت به ددې دپاره کوښښ وکي ،چه د پارلمان تر کنټرول لاندي يو اروپايي پوځ جوړ سي .
د اروپايي ټولني د پراختيا په اوسني سياست کښي به دمسيحي دموکراټانو او آزادو دموکراټانو د ګوندو نوی ايتلافي حکومت هغه ته د ورشامليدو د شرايطو د محدودولو او يا حتی اتوماتيک ورشاميليدو مخالفت وکي . اروپايي ټولني ته د ترکيې د شاميليدو په باب د ايتلاف په تړون کښي څه ندي راغلي . ځکه چه په جرمني کښي ددې سره علاقه مندي موجوده ده ، چه د ترکيې سره متقابل روابط عميق ،او هغه نور هم اروپايي ټولني ته ورنژدې سي . که د ترکيې سره ډير ښه او فوق العاده مناسبات رامنځته سي ، نو اروپايي ټولني ته د هغه د ورشامليدو خبره حتمي نه طرحه کيږي . دقيقأ همدغه سياست مخکښي هم انګيلا ميرکل د ترکيې په مقابل کښي پر مخ وړی دی .
د اروپا او اروپايي ټولني د هيوادو په منځ کښي جرمني بيا هم د ښو او پر مخ پر زياتيدونکو مناسباتو طرفداري کوي .
د ايتلاف تړون خصوصأ د فرانسې سره د ډيرو نژدې مناسباتو خبري کوي . په هغه کښي راغلي دي چه د جرمني او فرانسې مناسبات ډير پراخ ،هراړخيزه او ډير فوق العاده دي ، چه په خپل وار سره يې د اروپاد اتحاد په لار کښي خدمت کړی دی .
په تړون کښي د يو بل همسايه هيواد ، يعني پولينډ سره هم د روابطو په باب ويل سوي دي ،چه بايد د پولينډ سره نژدې دوستانه او ګډ مناسبات ژور سي . جرمني به ددې دپاره کار وکي چه ددواړو هيوادوتر منځ ګډ کار د اروپاد اتحاد په لار کښي نور تحرک هم رامنځته کي .
د بلي خو بيا اروپايي هيوادونه هم بايد د جرمني د نوو وزيرانو د چهرو سره ځانونه بلد کي . د خارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير په عوض به اوس ګويدو وېسترويله خارجه وزير سي . پداسي حال کښي چه د سوسيال دموکراټانو د ګوند پخوانی خارجه وزير يو باتجربه وزير ؤ، ګويدو وېسترويله بايد اوس ثابته کي ،چه دی په بين امللي مناسباتو کښي ځان د آزمايښت څخه راايستلای سي .
Ziemons, Andreas/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل