د جرمني حکومت په برماکي سياسي بدلون غواړي
۱۳۸۶ اسفند ۸, چهارشنبهاعلان
شټاين ماير د اندونيزيا په پلازمېنه جگارتا کي د هغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير سره په کتنه کي په ډاگه کړه، چي جرمن او اندونيزيا په برما کي د بدلون راتللو ليوال دي
د دې پروسې د پاره د ټولوگاونډيو هېوادونو، په تېره بيا د چين د اولسي جمهوريت مرسته پکار ده. شټاين ماير دا هم زياته کړه چي په دې لاره کي به يوه ښه نخښه د سياسي بنديانو آزادونه وي.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير بيا د برما په اساسي قانون کي د بدلون راوستلو او هم په ٢٠١٠ميلادي کال کي د گڼ شمېر گوندونو په گډون د ټاکنو د ترسره کولو ښه هرکلی وکړ
نوموړي دې ضرورت ته هم اشاره وکړه، چي بايد برما د جنوبي آسيا د هيوادونو ټولني ته زياته راوهڅول سي