د جرمني د دفاع پخوانی وزير يونګ د کندوزد پيښي مسؤليت نه مني
۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعهکه څه هم د پيښي څخه لږ څه وروسته ،یعني د 2009 ميلادي کال د سپټمبر پر5 نيټه داسي نښي نښاني موجودي وې ،چي پدغه پيښه کي ملکي کسان هم وژل سوي وه . خو دهغه وخت برحاله ددفاع وزير يونګ ددغي پيښي قربانيان تنها طالبان په ګوته کول . دی وايی،
«هدف داؤ چي د پيښي په اړه بايد د المان پارلمان اوعوامو په درسته او واقعي ډول معلومات ترلاسه کړی وای ، او په عين حال کي د عسکرو ساتنه هم سوې وای ،خو ددغو لمړنيو معلوماتو په تړاو ، زه يو څه محتاطانه وم »
همدغه خبره يونګ کميسون ته هم کړيده . د پيښي څخه دوې ورځي وروسته بيا ما نسوای کولی چي د ملکي وګړو مړينه په ډاګه نکړم ، دا کوم تريک نه ؤ.
پدې هکله د المان د کريست مسيحي پارټی غړی ايرنسټ راين هارډ بيک د دفاع د وزير خبري باوري بولي او وايي،
« د دفاع د وزير د پاره دوو څيزونو اهمه رول لوبولي دي ، لمړي داچي په حقيقت کي بايد ولاړ وي ، او ورسره پو ځيان هم بايد ساتل شوي وي .»
دا خبره په ډاګه ده چي ، ددغي پيښي په تړاو دد فاع په وزارت کي د معلوماتو په تړاو خنډونه وه ، او همدغه خبره حکومتي استازو په کميسون کي څرګنده کړيده.
د کندوس پيښي په باب واضح او ښکاره انتقادونه د اپوزيشن يا مخالفو پارټيو له اړخه وه ، دوی وايي چي د المان حکومت تر پيښي لږ څه وروسته د ملکي کسانو په قربانيو خبر وه ، خو دغه معلومات يې نه خپرول. د المان د سوسيال ديمکراتانو غړی راينر ارنولډ وايي چي ، د دفاع وزير تراوسه پوري د هغه دريزونو په اړه انديښنه څرګندوي چي په حقيقت کي دغه دريزونه د تحمل وړندي . دا زما انديښنه او غمخواري لا پسي زياتوي ، خو خبره داده چي دی په هغه وخت کي دد فاع وزيرؤ ، او اوس ندی . ددې کبله هم ذمه وار ندی. ددې پيښي سره بايد اوس سړي همداسي چلند وکړي . يونګ د همغه کال په نوامبر کي د خپلي دندي څخه ګوښه سو ، او د همغه وخت څخه وروسته بيا په کراره کراره د پيښي په تړاو نوي نوي معلومات رامنځته کيدل ، د تحقيقاتي کميسون د زرغون ګوند غړی اميد نوري پور وايي چي ، که د دفاع وزير هر څه درست تر سره کړي وي ، نو بيا يې ولي استعفا وکړه ، پدي هکله نوري پور وايي،
« اصلي نظر دا بريښي چي د ی ويني چي غلطي شويده ، او ده هم غلطي کړيده . »
د کميسون په مخکي يونګ خپله استعفا داسي دليل کړه چي ده غوښته پوځيان بچ کړي ، او دا يي خپله ذمه واري ګڼله ، چي د ډګروال کلاين شاته ودريږي ، کوم چي د دغي پيښي د بمبارۍ امر يې ورکړی ؤ.
خو د يونګ تر استعفا وروسته د المان نوي د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوټنبيرګ هم د يونګ په ډول د پيښي په تړاو تر فشار لاندي دی، اګر چي د درستو معلوماتو د نه ورکولو له وجهي ګوټن بيرګ د دفاع په وزارت کي معين او د پوځ انسپيکټر د خپلي دندي څخه ګوښه کړه ، خو خبره لا تر اوسه پوري پر مخ روانه ده .
ګوټن بيرګ به د اپريل پر22 نيټه ددغه کميسون په مخ کي سوالونو او جوابونو ته رابلل کيږي . خو تلويزونونه نسي کولای دکميسون سوالونه او جوابونه په مستقيم ډول نشر کړي .
د کريست مسيحي پارټي غړي بيک پدېارتباط وايي چي دا د پارلمانی تحقيقاتو يو کميسون دی، او نه کومه ننداره .
ويرک هويزر/ ګرديوال
کتونکي : محمد قاسم نوري