د جرمني د فوټبال ملي ټيم ته يو په خټه افغان هم وربلل سوی
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه
د بایر لیورکوزن لوبغاړئ، ندیم امیري چي په خټه افغان دی د جرمني د فوټبال ملي ټيم ته انتخاب او خپله لومړۍ مسابقه به راتلونکې چهارشنبه د ارجنټین په مقابل کي تر سره کړي. هلته به نو اوس دده مهارتونه په اثبات ورسیږي.
اعلان
افغان الاصله ندیم امیري چي اوس دملي ټيم تر ټولو ځوانه څهره ده، په ټيم کي به ۱۴ شماره تر لاسه کړي. د ملي ټيم ترینر، یو آخیم لو هغه د خپل ټيم په ترکیب کي د ارجنټین او ایستلنډ سره دمسابقو د تر سره رسولو لږ دمخه معرفي کړ.
امیري به نو اوس په دغو دواړو مسابقو کي برخه واخلي او خپل مهارت به هم په اثبات ورسوي.
دغه ۲۲ کلن چي په ۱۹۹۶م کال کي د جرمني د لودویکسهافن ښار په یوه افغانه کورنۍ کي زیږیدلی دی، د فارورډ په حیث په مسابقو کي برخه اخلي.
هغه چي پخوا د ۲۱ کلنیو کښته ټیم کي بازي کوله په داخل او خارج کي یې مجموعأ ۲۴۷ مسابقو کي برخه اخیستې او ډیري قهرمانۍ یې هم تر لاسه کړي دي. ندیم امیري تر اوسه پوري هیڅ سور کارټ هم نه دی اخیستی.
تر دې دمخه څو واره ویل سوي ول، چي د ندیم امیري څخه د افغانستان په ملي ټيم کي د مسابقې په خاطر دعوت سوی دی، خو هغه دغي غوښتني ته جواب نه ؤ ورکړی.
په نړيوالو اتلوليو کي د آلمان گولکيپران له پيله تر اوسه
د آلمان د فوټبال ملي ټيم تر برازيل او ايټاليا وروسته تر اوسه پوري هم په نړيوالو اتلوليو کي ډير ښه ټيم دی. د دغه ټيم مجموعاً ۱۳ گولکيپرانو په دغو لوبو کي برخه اخيستې ده. نو راځی چي هغوی دروپيژنو.
انځور: Getty Images
ويليبالد کرېس
ويليبالد کرېس د آلمان د فوټبال په تاريخ کي لومړی گولکيپر وو، چي د ۱۹۳۴ کال په نړيواله اتلولي کي د دغه هيواد په گول کي ولاړ وو. د آلمان ملي ټيم په دغه سيالي کي تر نيمه پای لوبي پوري ورسيد، خو د گولکيپر د اشتباهاتو له کبله يې د چکسلواکيا په مقابل کي ۳ پر ۱ ماته وخوړه. همدغه دليل د آلمان په ملي ټيم کي د کرېس د گولکيپري پای هم وو.
انځور: Picture-Alliance/ASA
هانس ياکوب
د ايټاليا په همدغه نړيواله اتلولي کي (۱۹۳۴ م کال) د آلمان دوهم گولکيپر وو. هغه ډير ښه وځليد. المانيانو په دغه نړيواله اتلولي کي اطريش ته د ۳ پر ۲ ماتي په ورکولو سره دريم مقام تر لاسه کړ.
انځور: picture-alliance/Schirner Sportfoto
رودولف رافتل
هيټلر د ۱۹۳۸مېلادي کال د فوټبال د نړيوالي اتلولۍ پر وخت د آلمان د ملي ټيم روزونکي هربېرگر ته وظيفه ورکړه، چي د اطريش فوټبالران هم چي په دغه وخت کي يې هيواد له آلمان سره يو ځای سوي وو، په ملي ټيم کي ورشامل کړي. هربېرگر د هيټلر په امر له دواړو هيوادونو څخه د ۶ او ۵ فوټبالرانو يو ترکيب جوړ کړ. د قرعه کشۍ پرمهال د اطريشي رودولف رافتل نوم راووت او د هانس ياکوب ځای ناستي سو.
انځور: picture-alliance/dpa
توني توريک
د ۱۹۴۵مېلادي کال د سويس په نړيواله اتلولي کي د آلمان گولکيپر وو. داسي گولکيپر چي ډير ښه وځليد او د فوټبال د لومړي آلماني اتل په نامه په نړۍ کي مشهور سو. هنگري چي د همدغو سياليو په مقدماتي دوره کي يې آلمان ته ۸ پر درې ماته ورکړې وه، په پای لوبه کي يې په ډيره بې باوري سره د آلمان د ملي ټيم په مقابل کي ماته وخوړه.
انځور: picture-alliance/dpa
ولفگنگ فاريان
د گولکيپرانو په اړه معمولاً ويل کيږي، چي هر څومره چي زړيږي، هغومره يې تجربه ډيريږي او ښه کيږي. خو دغه خبره د ولفگنگ فاريان په باب صدق نه کوي. د ۱۹۶۰ مو کلونو په سر کي د دغه گولکيپر پرمختگ پيل سو. دی په دغه وخت کي د «اولم ۱۹۴۶» فټبال ټيم غړی وو. د هغه وخت د آلمان ملي ټيم ټرينر زپ هربېرگر، دغه ۲۱ کلن ځوان د چيلي د فوټبال د نړيوالي اتلولۍ په لوبو کي د آلمان د گولکيپر په توگه وټاکه.
انځور: picture-alliance/Sven Simon
هانس تيلکوفسکي
د هانس تيلکوفسکي ځان ښکاره کيدل او نمايشي حرکتونه چنداني نه خوښيدل او حتي په ډيرو سختو او له فشاره ډکو حالاتو کي يې هم خپل کنټرول له لاسه نه ورکاوه. هغه چي د آلمان د دورتموند په تيم کي لوبه کوله، د ۱۹۶۶کال په نړيوالو سياليو کي چي په بريتانيا کي ترسره سوې، د آلمان د ملي ټيم گولکيپر وو. خو سربيره پردې په همدغه وخت کي بريتانيا ۴ پر ۲ آلمان ته ماته ورکړه.
انځور: picture-alliance/Sven Simon
سپ ماير
سپ ماير د آلمان فوټبال په تاريخ کي يوازنی کس دی، چي په درو نړيوالو مسابقو (۱۹۷۸،۱۹۷۴،۱۹۷۰) کي د دغه هيواد د ملي ټيم گولکيپر وو. دی په خپلو ښو او فوق العاده حرکتونو او خيزونو سره د آلمان په لومړۍ درجه گولکيپر تبديل سو. د ده همدغه شهکاري ددې سبب سوه، چي د۱۹۷۴مېلادي کال په نړيواله اتلولي کي ،هالينډ ته د ۲ پر يو ماته ورکولو سره ،نړيوال اتل هم سي.
انځور: dpa
توني شومخر
هارالد توني شومخر، هيڅ ارام نه درلود او ډير فعاله وو. د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۶مېلادي کلونو په نړيوالو اتلوليو کي د آلمان ملي ټيم د ده له برکته قهرمانۍ ته ورسيد. خو په ۱۹۸۲کال کي د يوه فرانسوي فوټبالر په مقابل کي د ده ډيره سخته اشتباه هم له خاطرو څخه نه ده وتلې. شومخر د يوه مطلب له کبله، چي په خپل کتاب «سوت پايان» کي يې ليکلي ول، له ملي لوبډلي څخه ليري سو. هغه د ملي ټيم په ۷۶ لوبو کي برخه واخيستله.
انځور: picture-alliance/dpa
اندرياس کوپکه
اندرياس کوپکه ۳۲ کلن وو، او د خدای په اماني پر وخت وو، چي د آلمان د ملي ټيم گولکيپر سو. دا کار ارزښت هم درلود، ځکه چي د ده په گولکيپرۍ سره آلمان د ۱۹۹۶ کال په اروپايي سياليو کي اتل سو. خو بيا په فرانسه کي د ۱۹۹۸ مېلادي کال د فوټبال په نړيواله اتلولي کي چنداني برياليتوب په نصيب نه سو. کوپکه په اوس وخت کي د آلمان د ملي ټيم د گولکيپرانو ټرينري کوي. هغه د آلمان د ملي ټيم له پاره ۵۹ لوبي سرته رسولي دي.
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb
بودو ايلنگر
د آلمان ملي ټيم په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۴ کلونو کي خپل ټول گولکيپران له اف، ث، کولن څخه واخيستله. ايلنگر ډيرارام گولکيپر وو، اما سريع عکس العمل يې ښاوه. دی د ۱۹۹۰مېلادي کال په نړيواله اتلولي کي له خپل ملي ټيم سره يو ځای د نړۍ اتل سو. د ۱۹۹۴ کال په نړيواله اتلولي کي يې د آلمان ملي لوبډله يو پر څلورم فاينل ته ورسوله او همدا يې وروستۍ لوبه هم وه. هغه د آلمان د ملي ټيم له پاره ۵۴ لوبي سرته رسولي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
اوليورکان
اوليورکان چي د آلمان د فوټبال په تاريخ کي يو تر ټولو ښه گولکيپر بلل کيږي، د آلمان د ملي ټيم له پاره يې ۸۶ مسابقې سرته رسولي دي.دی پخپله وايي، چي «که مي ډير زحمت نه وای کښلی، نو به يو ښه گولکيپر سوی وای، خو ما غوښتل چي ډير عالی گولکيپر سم.» اوليور کان د ۲۰۰۲ مېلادي کال د فوټبال په نړيواله اتلولي کي چي په جاپان کي ترسره سوه، ډير ښه وځليد او خپل ټيم يې اوج ته ورساوه.
انځور: AP
ينس لهمن
ينس لهمن هم د اندرياس کوپکه په ډول ډير کلونه د آلمان د ملي ټيم دوهم لمبر گولکيپر وو. تصادف داسي سو، چي د ۲۰۰۶مېلادي کال د فوټبال د نړيواله اتلولي دمخه په داخلي دوستانه لوبو کي د ټيم ټرينر، يورگن کلينسمن دغه ۳۶ کلن ته تر اوليورکان ترجيح ورکړه. لهمن ته د ارجنټاين په مقابل کي په يو پرڅلورم فاينل کي د دوو پينالټيو تر راگرځولو وروسته د «پينالټې د راگرځولو د استاد» لقب ورکړل سو.
انځور: picture-alliance/ dpa
مانوييل نوير
مانوييل نوير، چي ډيری يې په اوس وخت کي د جهان ډير ښه گولکيپر بولي، په جنوبي افريقا کي يې د آلمان د ملي ټيم گولکيپري پرغاړه درلوده او په برازيل کي به د ۲۰۱۴ کال په نړيواله اتلولي کي هم د دغه هيواد گولکيپر وي. مانوييل نوير په پښه باندي هم پر توپ حاکميت لري. په لاس سره د ميدان تر نيمايي پوري توپ اچول د نوير يوه بله ښه مشخصه ده.