د جرمني د پارلمان د پوځي چارو نوی مسئول وټاکل سو
۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعههلموت کونيگزهاوز د سوگندپه خوړلو سره اوس د پنځو کالونو د پاره پارلمان ته د پوځي چارو د مسئول دنده پرغاړه اخلي .
له آزادو دموکراتانو څخه به دا 59 کلن سياستمدار او حقوق پوه وروسته له دې نه د آلماني عسکرو د پاره مستقيم ملگری وي - او پرته له هر ډول پوځي لارو څخه . دی به د دې مسئول وي چې په پوځ کې د خلکو بنسټيز حقونه وڅاري او هم د پارلمان د استازي په توگه پوځ تر نظر لاندی وساتي . کونيگزهاوز غواړي چې خپلې چاری په ډېر فعاليت، وخت او ناوخت په ناڅاپه ډول سره له پوځي قطعو څخه په کتنه سره پرمخ بوزي . بيا هم نوموړی :
(د پوځي چارو مسئول او گمارلی دا حق او وجيبه لري، چې پر خپل اختيار سره، پرته له دې څخه چې څوک ترې وغواړي يا ونه غواړي، د بنسټيزه حقونو غم وخوري . دغه څه په اساسي قانون کې د دې څوکۍ لومړی وجيبه بلل شوې او زه به يې هم عملي کوم .)
دا چی د پوځي چارو دا مسئول خپله وظيفه لږ څه تر هغه تېره بولې، کومه چې حکومتي سياستمدارانو ته د منلو وړ ده، هم هغه د مارچ د مياشتې په پيل کې يې له خپلې نومونې سره په ډاگه کړه . په کندز کې 3 تنه آلماني عسکر وژل شوي وو او هېوادوالو ورسره سخت ټکان خوړلی وو. هغه وخت کونيگزهاوز غوره وبلله چې افغانستان ته بايد ليوپارد 2 په نامه ټانکونه ولېږل شي .
«دا 60 ټنه درانده ټانکونه د وارسا له پکت سره جگړې ته پلان شوي وو. خو د آزادو دموکراتانو دې کس وويل، چې هغه په بهر کې د آلماني عسکرو د ساتنې او امنيت د پاره هم په کار وړل کېدلی شي او زياته يې کړه: که څوک د ليوپارد ٢ په ميل کې وگوري، نو له ځان سره به دوه ځلې دا خوښه کوي، چې آيا پر آلماني گزمه باندی حمله وکوي او که څنگه.)
خو د پوځ وزير دا کار لازم ونه باله . دا څه هغه ورځ بيا هم دوستانه نيوکه وه . اوس يې چې تازه په تازه د وفادارۍ لوړه کړېده، کونيگزهاوز يو ځل بيا خپل د درندو وسلو وړانديز تکرار کړ. نوموړي وويل چې ملگرو يې په افغانستان کې تجربه ترلاسه کړې او:
(دا چې هر هغه ځای ته، چېرته چې نښته وي ليوپارد ولېږل شي او د هغه په ليدلو سره جگړه ختميږي، او دا ځکه چې مقابل لوری له هغه سره د مقابلې توان نه لري . دا په دې معنی چې: جگړه، ليوپارد راڅرگنديږي، جگړه ختم، لويديز ځواکونه هلته پاتېيږي.)
کونيگزهاوز به د سرتېرو د امنيت او تجهيزاتو پر غم خوړلو علاوه د هغوی د کورنيو پالنه هم کوي . هغوی په تېره بيا هغه مهال زياتی مرستې ته اړه لري، کله چې سرتيري له روحي اخلال سره بېرته له بهرنۍ دندی څخه راستنيږي .
هينر کيسل/ عارف وردگ
کتونکي : محمد قاسم نوري