1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کورنیو چارو وزیره: رد شوي پناه غوښتونکي به ژر اخراج شي

۱۴۰۲ آبان ۲, سه‌شنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې اعلان کړی دی چې د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج په اړه به ډېر ژر پریکړه وشي. هغې وویل هغه کسان چې په جرمني کې د پاتېدو حق نه لري باید له دغه هيواده ووځي.

Bundesinnenministerin Nancy Faeser (SPD)
انځور: Martin Müller/IMAGO


د کورنیو چارو فدرالي وزیرې نانسي فیزر، د دوشنبې په ورځ د جرمني «راینیشه پسټ» ورځپاڼې ته وویل چې د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج په اړه د قوانینو طرحه به د چهارشنبې په ورځ د فدرالي کابینې له خوا تصویب شي.

د جرمني د حکومت یوه ویاند ټینګار کړی دی چې د هغو پناه غوښتونکو د منلو لپاره چې د دوی د اصلي او اولو هيوادونو له خوا رد شوي، د دغو هيوادونو رضایت ته اړتیا ده او په دې برخه کې به جدي کار وشي.
 

فیزر ورځپاڼې ته ویلي: «هر هغه څوک چې په جرمني کې د پاتېدو حق نه لري باید زموږ هیواد پریږدي.» هغې زیاته کړې ده دا "اړینه" ده چې د هغو کسانو ښه پاملرنه وکړي چې د جګړې او ترهګرۍ له امله په جرمني کې پناه غوښتونکي دي. د مېرمن فیزر په وینا یوازې له اوکراین څخه ۱.۱ میلیونه خلکو جرمني ته پناه راوړې ده.

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیرې ټینګار کړی دی چې د تیر کال په پرتله سږکال خپلو هیوادونو ته د ستانه شویو کسانو په شمیر کې ۲۷ سلنه ډېرښت راغلی دی. هغې زیاته کړې: «په هرصورت، موږ باید داسې مقررات په پام کې ونیسو چې موږ ته دا وړتیا راکوي چې خپل قوانین په دوامداره او چټکه توګه پلي کړو.»

فیزر یادونه کړې ده چې د رد شويو پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدو په اړه د دوی وړاندیز شویو مقرراتو طرحه کې د "محدودو اقداماتو طرحه" شامله ده، په شمول د ګړندي اخراج او د مجرمینو او خطرناکو خلکو بیرته ستنیدل.

د قوانینو په دې طرحه کې چې فیزر د روان کال د اکټوبر پر ۱۱مه په خپله مسوده کې وړاندې کړه، پکې د محرمو پناه غوښتونکو د ستنېدو او د هغو کسانو د موندلو لپاره د استوګنې د لټون په برخه کې د چارواکو او پولیسو د واکونو پراخول شامل دي، چې باید وویستل شي او همدارنګه "د اخراج لپاره د توقیف" اعظمي موده باید له ۱۰ ورځو څخه ۲۸ ورځو ته لوړه شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل