1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني صدراعظم: د پناه غوښتونکو اخراج زیات شوی دی

۱۴۰۳ مهر ۲۳, دوشنبه

د جرمني صدراعظم شاوخوا یو کال وړاندې اعلان وکړو چې له دغه هېواد څخه دې د هغه پناه غوښتونکو اخراج په لویه کچه پیل شي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم: د پناه غوښتونکو اخراج زیات شوی دی انځور: Michael Kappeler/AP/dpa/picture alliance

نوموړي تازه ویلي دي چې افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د کډوالو په اخراج کې ډېروالی راغلی دی. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي، چې له دغه هېواد څخه د کډوالو اخراج یو پر پنځمه برخه ډېر شوی دی.

شولڅ د جرمني له «شویبشه سایتونګ» او «نوردکورير» ورځپاڼو سره په خبرو کې ویلي دي چې د بیرته ستنېدونکو کډوالو شمېر ۲۰ فیصده لوړ شوی دی چې، موږ باید دا شمېر لا لوړ کړو.

شولڅ همدا راز ویلي دی: «حکومت د پولو کنټرول سخت کړى دی، هغه څوک چې زموږ په هېواد کې د پاتېدو حق نه لري، بايد له هېواده ووځي، له همدې امله نور اخراج ته هم اړتیا ده.»

له المان څخه د کډوالو اخراجانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

اړوند: بامف: سږ کال آلمان کې د ټولو پناه غوښتونکو ۱۵ سلنه افغانان ول

د شولڅ، په خبره چې په تیرو دوو میاشتو کې د پناه غوښتونکو شمېر د تیرکال د همدې مودې په پرتله نږدې ۵۰ سلنه کم شوی دی. شولڅ، همدا راز زیاته کړې ده چې دوی په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته د تورنو پناه غوښتونکو د اخراج هڅې چټکې کړي.

نوموړي ویلي دي، هغه څوک چې د یو کډوال په توګه په جرمونو تورن وي، د یو بل عادي کډوال په توګه به ورسره چلند نه کېږي.

اړوند: مهاجرت: د جرمني پر سرحدونو د مهاجرو ردول سخت دي

نوموړي وويل:«هر هغه څوک چې موږ ته د سياسي ځورونې له امله د خونديتوب په لټه کې راځي، په جرمني کې به خونديتوب ترلاسه کړي، دا هغه څه دي

چې زموږ اساسي قانون ورته اشاره کړې ده. زموږ د کار بازار کډوالو ته اړتیا لري، ځکه چې د ماهرو کارګرانو کمښت زموږ هوساینه ګواښي.»

صدراعظم شولڅ، وویل هر هغه څوک چې جرمني ته د «روغتونونو، شرکتونو، نرسنګ او څېړنو» کې د کار کولو له پاره راځي، هغوی ته جرمني هرکلی وایي. خو د دوی په خبره چې موږ باید دا معلومه کړو چې څوک زموږ د اړتیا پوره کولو په خاطر راځي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب