1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني صدراعظم ویتنام ته تللی دی

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ د اسیا د خپل څلور ورځني سفر په جریان کي نن سهار وختي د ویتنام پایتخت، هانوی ته رسیدلی دی.

Deutschland | Bundeskanzer Olaf Scholz bei der Kabinettssitzung
انځور: Clemens Bilan/EPA-EFE

تر هغه وروسته به اولاف شولڅ د سنگاپور څخه لیدنه وکړي، چي بیا به یې په دوام سره د اندونیزیا د بالي په جزیره کي د جي شل په سرمشریزه کي برخه واخلي. هلته به دی د نورو ترڅنگ د امریکا متحده ایالاتو د جموررییس، جوبایدن او چین د جمهوررییس، شي جین پینگ سره د اوکراین د جنگ، د انرژۍ او غذايي موادو د بحران او همدارنگه جهاني اقتصادي حالت په باب خبري او سلا مشورې وکړي. 
د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین په دغه سرمشریزه کي برخه نه اخلي او خپل خارجه وزیر، سرگیې لاوروف یې ورلیږلی دی. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب