د جرمني شليسويگ هولشټاين ايالت نه غواړي چي په راتلونکې کي افغانستان ته د افغان مهاجرو په لېږلو کي ونډه ولري. د جرمني حکومت پتېيلې ده چي په دغه هيواد کي نه منل سوي افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږي.
اعلان
د شليسويگ هولشټاين د کورنيو چارو وزير شتيفان شتوت، د چهارشنبې په ورځ له دغه ايالت څخه د افغان مهاجرو د اخراج د ځنډولو طرحي په اړه خبر ورکړی دی. هغه له بايرن راډيو سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ په دغو کارونو کي برخه نه اخلو».
شتوت ويلي دي چي په لومړي سر کي به د درو مياشتو له پاره د افغان مهاجرو اخراج وځنډيږي او په دې اړه به ژر پريکړه وسي. که د شليسويگ هولشټاين ايالت حکومت دغه پريکړه وکړي، نو دا به د افغان مهاجرو د اخراج د مخنيوي په برخه کي د يوه ايالت لومړی قدام وي.
له جرمني څخه د افغان مهاجرو اخراج يوه جنجالي موضوع ده. که څه هم چي په دغه هيواد کي د مهاجرو پلوي سازمانونه، کليساوي او ځیني سياستوال د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره د افغان مهاجرو د اخراج پر پروسې نيوکي کوي، خو د جرمني حکومت وايي چي له افغانستان سره د ځينو افغان مهاجرو د بيرته اخراج په اړه توافق له
مخي به دوی ځيني افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږي او دا چي په افغانستان کي داسي سيمي سته چي امنيت ئې ډاډمن دئ.
د شليسويگ هولشټاين د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي د دوی په دغه طرح کي چي له مخي به ئې درې مياشتي د افغان مهاجرو د اخراج پروسه ځنډيږي هغه کسان نه راځي چي جرمونه ئې کړي وي او يا عامه امنيت ته خطر وي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي همدا اوس په جرمنی کي ۱۱۹۰۰ داسي افغان مهاجر ژوند کوي چي د پناه غوښتنه يې رد سوې ده. له دې ډلي څخه ئې ۱۰۳۰۰ کسانو ته بيا د اخراج د ممانعت ويزه (دولدونگ) ورکړل سوی دئ.
نور مطالب:
۱۰ چنده زیات افغانان له آلمان څخه بېرته ستانه سوي
د رسنيو د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ کال تر ټولو زيات شمېر پناه غوښتونکي له آلمان څخه وتلي دي. د «زيود دويچه څايټُنګ» د خبر راپور پر اساس تقريبا ۵۵۰۰۰ مهاجر په ياد کال له آلمان څخه ووتل. نور معلومات په دغه راپور کي وګورئ:
انځور: picture-alliance/Ropi
د آلمان په مالي مرسته
آلمانۍ ورځپاڼي «زيود دويچه څايتُنګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۶ کال د آلمان په مالي مرسته ۵۵۰۰۰ مهاجر له دغه هيواد څخه په رضا وتلي دي. دغې ورځپاڼي د خپل راپور منبع کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره بللې ده.
انځور: DW/S. Padori-Klenke
د افغانانو ديپورت
په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال ۲۵۰۰۰ کسان ديپورت سوي چي د په رضا تلونکو مهاجرو نيمايي برخه لا نه جوړوي. له آلمان څخه په ديپورت سوو کي افغانان هم شامل ول.