د جرمني په ډيرو ايالتونو کي عامه خدماتو په اعتصاب لاس پوري کړی
۱۳۸۶ اسفند ۱۴, سهشنبهاعلان
. د هامبورګ، بريمن، دشليسويګ هولاشټاين، نيدرساکسن او باډن ويدټيم برګ ډير ښارونه د نژدې ترانسپورټ په برخه کي د اعتصاب سره مخامخ دي او تګ راتګ نه کوي. په ځينو هوايي ډګرونو کي به هم اعتصاب پيل سي. همدارنګه به ځيني ناحيې، وړکتونونه او روغتونونه هم د اعتصاب سره مخامخ سي. د راتلونکي شنبې په ورځ بيا هم د معاشونو د لوړېدو پرسر خبري پلان سوي دي، خو يوې روغي جوړي ته رسېدل ليري ښکاري.