1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان جګړه؛ بریتانیا د جرمونو نړیوالې محکمې ملاتړ کوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه

وروسته له هغې چې دونالد ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو د پلټنې له کبله د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه اعلان کړل، بریتانیا بیا د ملاتړ ترڅنګ وايي چې دغه محکمه باید خپلواکه وي.

Belgien Den Haag | Internationaler Strafgerichtshof
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۱۳مه نیټه) بریتانیا وویل چې د جرمونو نړیواله محکه یا (آی. سي. سي) باید له بندیزونو پرته، په خپلواکه توګه د کار کولو وړتیا ولري. دوه ورځې وړاندې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د یادې نړیوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د پلټڼې په ځواب کې د دغې محکمې پر یو شمیر کارمندانونو اقتصادي او د سفر بندیزونه وضع کړل.

د ولسمشر ترمپ د دریځ برعکس بریتانیا بیا د یادې محکمې ملاتړ اعلان کړی دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب وویل: «بریتانیا د بدو نړیوالو جنګي جرمونو څخه د تیښتې په برخه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د مبارزې کلک ملاتړ کوي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې: «موږ به د [جرمونو د نړیوالې] محکمې د مثبتو اصلاحاتو ملاتړ وکړو ترڅو دغه محکمه د امکان تر حده پورې په اغیزمنه توګه فعالیت وکړي. د جرمونو د نړیوالې محکمې چارواکي باید د دې امکانات ولري چې خپل کارونه په بې پرې او د بندیزونو له ویرې پرته په خپلواکه توګه ترسره کړي.»

د جرمونو پر نړیوالې محکمې باندې د امریکا متحده ایالاتو دغه بندیزونه چې ولسمشر ترمپ هم تائید کړي دي، د یادې نړیوالې محکمې هغه کارمندان په نخښه کوي چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو احتمالي جنګي جرمونه وپلټي.

انځور: Reuets/Y.Herman
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب