د جزا نړیوالې محکمې پر ضد د امریکایي بندیزونو سره مخالفت
۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعهد اروپایي اتحادیي یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ(د سپټمبرمیاشتي ۳ مه) وویل چې دغه اتحادیه به په خپل ټول توان سره «د مجازاتو د نړیوال سیستم د کمزورې کولو د هڅو مخالفت وکړي.»
د جزا نړیواله محکمه په نړیواله کچه له سزا څخه د مصئونیت پر وړاندې د مبارزې یو له اصلي مراجعو څخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د چهارشنبې په ورځ د جزا نړیوالې محکمې د مشر څارنوالې فتو بنسودا، پر وړاندې د بندیزونو اعلان وکړ.
د بندیزونو د لګول کیدو دلیل په افغانستان کې د امریکایي عسکرو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په ارتباط له هغوې څخه د تحقیقاتو مسئله ښودل شوې ده.
امریکا متحده ایالات د جزا د نړیوالې محکمې غړيتوب نه لري او په تیرو وختونو کې یې هم پر دغې محکمې شدیدې نیوکې کړي دي. واشنګټن د امریکایي اتباعو پر وړاندې د جزا د نړیوالې محکمې له خوا تحقیقات په شدت سره ردوي.
په همدې شخړه کې دغې مشرې څارنوالې لا پخوا امریکا ته خپله ویزه له لاسه ورکړې ده.
د چهارشنبې ورځې ددغي پریکړې په اساس کیدای شي په امریکا متحده ایالاتو کې د فتوبنسودا ملکیت او شتمني کنګل کړای شي. ممکن د هغو کسانو پر وړاندې هم جزایي اقدامات ترسره شي چې د جزا د نړیوالې محکمې له دغې مشرې څارنوالې سره یي د هغې د کار په برخه کې مرسته کړې وي.
آژانسونه: ش.ن/ م. ق.ن