د امریکا متحده ایالاتو د پوځ او اسرائیلي سیاستوالو پر وړاندې تحقیقاتو کې د ګډون کولو په سبب، د جزا نړیوالې محکمې څلور حقوق پوهان د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شوي دي.
په ډنهاګ کې د جزا نړیوالې محکمې (IStGH) د قاضیانو او څارنوالانو پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له تازه بندیزونو وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان څو ځانګړو رپوټ ورکوونکو د دې اقدام په هکله انديښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو اوو کارپوهانو د جمعې په ورځ په ژنیف کې وویل چې امریکا په یوه د انديښنې وړ ډول د نړیوالې ټولنې د یوې قضایي مرجع پر وړاندې خپل «دوامداره دښمني» ښکاره کوي.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دوه قاضیان کیمربي پروست او نیکولا یان ګیو او همدرانګه د څارنوالۍ مرستیالان نزهت شمیم خان او مامه مندویایه نیانګ په تنبیهي اقداماتو کې شامل کړل چې په هغې کې په امریکا او د امریکا تر کنترو لاندې هیوادونو کې د دوی د ټولو شمنیو کنګلول شامل دي.
د امریکا حکومت د دلیل په توګه د جزا نړیوالې محکمې، چې دنده یې د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو تعقیبول دي، د «بدنیتۍ پر بنسټ فعالیتونو» ته اشاره وکړه.
غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه
This browser does not support the video element.
دغو قاضیانو او څارنوالانو د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتیاهو او دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو امر په صادرولو او همدارنګه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت اړوند تحقیقاتو کې نقش درلود.
د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ د کار له پیلیدو لږ وروسته امریکا د فیبرورۍ په میاشت کې د جزا نړیوالې محکمې پر لوی څارنوال کریم خان او د جون په میاشت کې یې پر څلورو نورو قاضیانو بندیزونه لګولی و.
د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې دغه بهیر د قانون د حاکمیت کمزورې کیدو سبب کیږي. هغوي لیکلي دي: «د نړیوال جزایي محکمې د دغو قاضیانو او څارنوالانو تحریمول، له مجازاتو څخه د مصؤنیت پر وړاندې مبارزه کمزوری کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د جنایت په مقابل کې عدالت نه، بلکې قدرت واکمني کوي.»
ځانګړو راپور ورکوونکو له اروپايي اتحادیې څخه وغوښتل چې په اصطلاح د کنګل کولو مقررات (Blocking Statute) نافذ کړي. دغه مقرره د اروپايي اتحادیې په قلمرو کې د یوه دریم هیواد یو شمیر حقوقي اعمال بې اعتباره کوي.
په دې صورت کې به اروپايي بنسټونه اجازه ونه لري چې اړوندې پریکړې، د بیلګې په توګه د شتمنیو د کنګولو اوامر عملي کړي.
د جرمونو نړيوالي محکمې د کومو رهبرانو د نيولو امر صادر کړی دی؟
د جرمونو نړيواله محکمه چي اجرايوي ځواک نه لري، د کومو هيوادونو مشران يې د تعقيب په ليست کي دي؟ هغه مشهور به يې دلته در وپيژنو.
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture allianceد يوګاندا جنګسالار جوزف کووني
کووني چي په يوګاندا کي يې د «پروردګار د مقاومت پوځ» په نوم يوې وسله والي ډلي بنسټ ايښوونکی او رهبر وو د جرمونو نړيوالي محکمې تر ټولو زوړ فراري بلل سوی. د هغه د نيولو امر په ۲۰۰۵م کال کي صادر سوی. خو ويل سوي دي چي د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر مياشت کي د هغه په غياب کي پر هغه باندي تورونه واوريدل سي.
انځور: Lubowa Abubaker/AA/picture allianceد سوډان پخوانی مشر عمر بشير
د جرمنو نړيوالي محکمې په ۲۰۰۹م کال کي د عمر البشير د نيولو امر صادر کړ چي هغه يې د سوډان په دارفور سيمه کي په نسل وژني، پر بشرضد جنايت او جنګي جنايتونو تورن کړ. د اټکلونو له مخي په دغه سيمه کي ۳۰۰۰۰۰ کسان وژل سوي او تر ۲ ميليونه زيات بې ځايه سوي دي. بشر او د هغه ځيني ملګري په ۲۰۱۹م کال کي تر يوه پاڅون وروسته بنديان سول، خو هيڅکله هاګ ته ونه لېږدول سو.
انځور: Mohamed Khidir/Xinhua/Imagoد روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د جرمنو نړيوالي محکمې د ۲۰۲۳م کال په مارچ مياشت کي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د نيولو امر صادر کړ. محکمې هغه له اوکراين څخه روسيې ته په غيرقانوني توګه د په سونو ماشومانو د بېولو په جنګي جنايت تور کړ. روسيې دغه پريکړه رد کړې او ويلي يې دي چي دا ورته هيڅ معنی نه لري.
انځور: Mikhail Metzel/Sputnik Kremlin/AP/dpa/picture allianceد اسرائيل لومړی وزير بينيامين نتانياهو
د جرمنو نړيوالي محکمې د ۲۰۲۴م کال په نوامبر مياشت کي د اسرائيل د لومړي وزير بينيامين نتانياهو د نيولو امر صادر کړ. پر نتانياهو باندي «د غزې په جګړه کي د جنګي جنايت، لوږه د جګړې د يوې طريقې په توګه د کارولو، بشري جنايتونه چي په هغو کي وژني شاملي دي» تور دی. اسرائيل د يادي محکمې قضايي صلاحيت رد کړی او په غزه کي يې د جنګي جنايتونو تورونه رد کړي دي.
انځور: Xinhua News Agency/picture allianceد طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده
د جرمونو نړيړالي محکمې د ۲۰۲۵م کال د جولای مياشتي پر ۸ نېټه د طالانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده او د دغي ډلي د قاضي القضات عبدالحکيم حقاني نيولو امر صادر کړ. محکمې ويلي دي چي پر دغو کسانو باندي د «جنسیت یا جندر پر بنسټ د ښځو د ځورولو له کبله د بشريت ضد جرم شک کيدای سي.»
انځور: Social Media/REUTERS