د جلال آباد په بريد کي ۱۲ تنه وژل سوي دي
۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبهپه افغانستان کي د آيساف ځواکونو يوه وياند مارتين کرايتون، ويلي دي چي څوتنو وسله والو کسانو چي يو شمېر ئې ځانمرگي بريد کوونکي ول، د يکشنبې د ورځي په سهار په جلال آباد کي پر هوايي اډې باندي بريد وکړ.
د هغه په خبره يو جنگيالی هم له لومړي امنيتي کمربنده نه دی تيرسوی. په پيښه کي د درو تنو افغان سرتيري د وژل کېدو او د ۱۴ تنو افغان او بهرنيو ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکړل سوی دئ.
وروستي راپورونه وايي، چي پردغه اډې باندي ۹ تنه بريد کوونکي هم وژل سوي دي.
په لومړي سر کي د جلال آباد پوليسو په حواله ويل سوي ول، چي تر دغه هوايي اډې دباندي د افغان ملي اردو په يونيفورم کي څو جسدونه پراته دي.
تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي آيا دغه وژل سوي کسان د ملي اردو سرتيري دي او که د تير په شان د افغان امنيتي ځواک په يونيفورم کي وسله وال طالبان دي.
په لومړی سر کي د الجزيرې تلويزيوني شبکې د جلال آباد ښار د هوايي ډگر په دننه کي، چي افغان او امريکايي ځواکونه مېشت دي د څو چاودنو او وسله وال بريد خبر خپور کړ.
ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي دي، چي د بريد د له منځه وړلو له پاره له څرخۍ الوتکو څخه کار واخيستل سو.
د ځايي پوليسو يوه وياند ويلي دي، چي دوو تنو ځانمرگو بريد کوونکو په لومړي سر کي له چاودېدونکو موادو ډک موټران د هوايي ډگر د لومړي امنيتي کمربند په دروازه کي چولي دي.
د پيښي مسئوليت طالبانو پرغاړه اخيستی دئ، او ويلي ئې دي چي څو تنو جنگياليو ئې د جلال آباد پر پوځي هوايي اډې بريد کړی دئ.
دا په داسي حال کي چي افغان حکومت او د امريکا متحده ايالات تلاښ کوي، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو دمخه په افغانستان کي امنيتي وضعيت ښه سي او افغان امنيتي ځواک د ټول هيواد امنيت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.
رويترز/ دي پي آ/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض