د جلال اباد د پيښي يو تن ځانمرگی ژوندی نيول سوی
۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبهد ننګرهار والي د نيول سوي کس نوم زرم خان ياد کړی او ويې ويل چي، د پاکستان د شمالي وزيرستان اوسيدونکی دي.
شيرزي وويل دوه نور هغه کسان يي هم نيولي چي دغه بريد کوونکي يې د يوې اونۍ لپاره په خپل کور کي ساتلي ول.
هغه وويل:« پدغه خونړۍ پيښه کي ۴۰ کسان وژل سوي چي ۳۵ يې دولتي ځواکونه او پنځه تنه د بانک مامورين ول ، همداراز ۷۸ کسان ټپيان سوي چي ډيره برخه يې نظاميان دي ، ددغه پيښي يو تن بريد کوونکي او دوه نور ملګري يي نيول سوي او د نوري ډلي د نيولو لپاره د جلال اباد په بيلابيلو سيمو کي عمليات روان دي.»
د رسنيو په واک هغه ويډيو هم ورکړل سوې چي د کابل بانک د امنيتي ويډيويي کيمرو لخوا اخيستل سوې، او نيول سوي بريد ګر په کښي ښکاري چي د پوليسو دريشي يې په تن د بانک د ننه پر نظامي کسانو ډزي کوي.»
نيول سوي بريد ګر خبريالانو ته ويلي چي، يوه هفته د مخه دغه ځای ته راوړل سوي ول او ور ښودل سوی و.
« موږ د تورخم له لاري افغانستان ته راواړول سو او دلته په يو کور کي وو بيا د شنبې ورځ په سهار د بانک خواته په يو موټر کي راوړل سو او راته وويل سول چي دلته ټول پوليس او ملي اردو دي بايد ټول ووژنو.
د بريد گر په خبره دوی دوه تنه ول چي پر کابل بانک باندي يې بريد ترسره کړی. خو ولايتي چاوراکي د بريدکونکو شمير لوړه ښيي.
په سيمه کي څو تنو عيني شاهدانو ويلي چي، «سهار شاخوا يولس بجي وي چي ډزي سوي او ډير زيات خلک مړه سول ، وروسته بيا پوليس راغلل او جګړه شروع سوه.»
د ننګرهار والي ددغه پيښي مسوليت مخامخ د پاکستان پر دولت ورواچوه او ويې ويل چي دغه بريد ګر د پاکستان په خاوره کي روزل سوي او دلته راستول سوي و.
گل اغا وويل ، د ننګرهار په ډيرو نورو وژنو کي هم د پاکستان هيواد پراخ لاس دی.
په ورته وخت کي د ختيځ ولايت لغمان امنيتي چارواکو هم د يو تن ځان مرګي بريد ګر د نيولو خبر ورکړی خو د نورو جزياتو په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په تيرو نهو کلونو کي تر ټولو خونړۍ بريد و چي په ننګرهار کي ترسره سوی او ډير شمير خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي.
شمعه احمدزۍ/ ننګرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل