1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جلريز ولسوالۍ پنځه امنيتي پوستې طالبانو نيولي»

AP/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي چي په وردگو کي د پوليسو پر امنيتي پوستو باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي ۷ سیمه ييز پوليس وژل سوي دي.

انځور: STR/AFP/Getty Images

د ميدان وردگو ولايت د والي مرستيال ذاکر حسين سلطاني ويلي دي چي د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ماښام د پوليسو پنځه پوستې وسله والو طالبانو نيولي دي.

هغه ويلي دي چي په دغه سيمه کي نن پنجشنبه هم سخته جگړه روانه وه او ده.

سلطاني زياته کړې ده چي د سړک د غاړي يو ماين د افغان امنيتي ځواک دوه زغروال ټانکونه هم ويجاړ کړي دي.

بله خوا بيا وسله والو طالبانو د يوې وينا پاڼي په خپرولو سره منلې ده چي په جلرېز ولسوالۍ کي ئې د پوليسو پر پوستو يرغل کړی دئ.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي په دغه جگړه کي چي له پرون راهيسي روانه ده څومره وسله وال طالبان او ملکي کسان وژل سوي دي.

ميدان وردگ ولايت کابل ته د تگ يوه دروازه بلل کيږي او په ليري پرتو ولسواليو کي ئې وسله وال طالبان فعال دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل