1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې چاودنې ۴۶ کسان وژلي دي

۱۴۰۲ مرداد ۹, دوشنبه

په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمن ګوند په غونډه کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر۴۶ ته لوړ شوی دی. په دې پېښه کې۱۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.پاکستاني چارواکو د دې پېښې په تړاو د دریو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

په باجوړ کي د جمعيت علما اسلام ګونډ په غونډه کي چاودنه
د چاودني له ځايه د قربانيانو انتقالانځور: Pakistan's Emergency Rescue 1122 Service/AFP

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ د جولای مياشتي پر ۳۰ نیټه وروسته له بریده وویل درې شکمن کسان یې نیولي دي.

د پاکستان د پولیسو یوه مشر د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د لومړنیو موندنو پر بنسټ دغه برید ځانمرګی و.

د پولیسو دغه چارواکي ویلي دي چې ټاکل شوې چې د شکمن کس «ډي ان اې» ترسره شي.

په  خیبر پښتونخوا کې د یکشنبې په ورځ په دې چاودنه کې ۴۶ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د جمعیت علمای اسلام په دغې غونډې کې دا چاودنه د کومې ډلې له خوا او په کوم هدف شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې د پاکستان له حکومت سره په جګړه کې ښکیل دی په دغه برید کې لاس درلودل رد کړي دي.

د پاکستان امنیتي ادارې داسې انګیري چې د دغه برید تر شا د «اسلامي دولت نومې ډلې» یا داعش لاس دی.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تر ډیره د افغان طالبانو له ملاتړو څخه ګڼل کیږيانځور: AP

د جمعيت علمای اسلام ګوند په غونډه کې سلګونه کسانو ګډون درلود. د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تر ډیره د افغان طالبانو له ملاتړو څخه ګڼل کیږي. په تیرو څو کلونو کې تل په پاکستان کې درنې چاودنې شوي.

داعش هم تر ډيره په دغه هیواد کې پر ملکي او نظامي خلکو بریدونه کړي دي. ټاکل شوې سږ ۲۰۲۳م کال په مني کې د پاکستان د پارلمان ټاکنې ترسره شي.

تر دې وړاندې په پاکستان کي بمي چاودني او نښتو۱۰ کسان وژليهم پاکستان کې د ټاکنو مودې ته نیږدې، سیاسي غونډې چې د ټاکنو په تړاو به جوړیدي د درنو بریدونو ښکار شوي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب