1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جمهوري رياست ترانتخاباتو يو کال وروسته نه چنداني اميدواري

۱۳۸۹ مرداد ۲۹, جمعه

يو کال دمخه حامد کرزی د جمهور ريس په حيث انتخاب سو . خو د 2009 ميلادي کال د اګسټ د مياشتي د 20 نيټې انتخابات آزاد او حقيقي نه وه ، پکښي ګډوډۍ اوجعل کارۍ موجودي وې

انځور: AP

سربيره پر هغه کرزي خپل ځان ددوهم واري انتخاب سوي جمهور ريس په حيث اعلان کی ، او څنګه چي د کرزي په مقابل کي بل الترناتيف نه ؤ، نو غربي هيوادو هم ددده انتخاب ومانه ، او کرزي ته يې يو بين امللي حيثيت او اعتبار ورکی ،ليکن دغه بې خونده تفاهمات د افغانستان دپاره يوه لانجه سوه ،ځکه چي په افغانستان کښي پر ديموکراسی او د غربي نړۍ د پوځيانوپر موجوديت باندي بې باوري نوره هم زياته سوه .

انځور: AP

په افغانستان کښي د جمهوري رياست تر انتخاباتو يو کال وروسته پر 18 د سپټمبر باندي پارلماني انتخابات تر سره کيږي ، خو ددغو انتخاباتو د تر سره کولوپه مقابل کښي لوی چلنج امنيتي خراب حالت دی ، چي څنګه انتخابات د هيواد په ډيرو برخو کښي ډاډمن ، آزاد او دمکراتيک تر سره سي . همدغه خبره په اصل کښي ډير څارونکي هم کوي ، خو د افغانستان د جمهور ريس د وياند وحيد عمر دپاره بيا دغه خبري دښمنانه پروپاګنډ دی ، دی وايي ،

«په آخرو وختو کښي ترپارلماني انتخاباتو دمخه د افغانستان دحالاتو د ډاډمنتوب پر سر خبري ډيري سويدي ، خو پارلماني انتخابات د هيواد د سرنوشت دپاره ډير مهم دي . ځکه نود افغانستان د ښمنان کوښښ کوي چی د انتخاباتو پروسه بې اعتباره کي . »

انځور: AP

خو يوازي د کرزي د ټيم دملګرو ،په اصطلاح د افغانستان دښمنان د افغانستان د نامطمنه حالاتو په باب خبري نه کوي ، بلکه بين امللي ټولنه هم د راتلونکو انتخاباتودپاره لوی پرابلم امنيتي خراب حالت بولي .

د افغانستان د انتخاباتو د څارونکو سازمان FIFA هم د حالاتو څخه تشويش لري . دغه سامان د ملګروملتو تر څارني لاندي کار کوي، او مالي ملاتړ يې هم د غربي هيوادو ، د هغې جملې څخه د جرمني لخوا تر سره کيږي . ددغي ټولني مشر سپين غرد افغانستان پر حکومت انتقاد کوي او وايي ،

«که چيري خلګ پرخپل ژوند باندي وبيريږي ، نوبيا امکان نلري چي هغوی انتخاباتي حوزو ته ولاړ ته ولاړ سي . »

خو نه يوازي امنيتي حالت خلکو دپاره يو غټ مشکل دی او پر انتخاباتو منفي تأثير کوي ، بلکه د کرزي د رهبرۍاو لارښووني طرز او په مخ پر زياتيدونکي ډول رشوت او اداري فساد د افغانانو دپاره په آينده کښي هر ډول اميدواري او پر ديموکراسي باندي باور له منځه وړي .

حسين سيرت/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب