1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهسپانیا

د جنجالي مچکي پایلي؛

۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

د فوټبال نړيوال فدراسیون (فیفا) د هسپانيا د فوټبال فدراسیون د مشر پر وړاندي له دې امله انضباطي اقدمات پیل کړي، چي هغه ددغه هیواد د ښځینه فوټبال ملي لوبډلي یوه لوبغاړي پر خوله مچ کړې وه.

د فیفا د ښځو د فوټبال نړیوال جام | لوئس روبیلیز جینیفر هرموسو ښکل کړ
د فیفا د ښځو د فوټبال نړیوال جام | لوئس روبیلیز جینیفر هرموسو ښکل کړانځور: Noe Llamas/Sport Press Photo/ZUMA Press/picture alliance

د دې پرېکړي دلیل دادی چي روبیالس په اسټرالیا کي د ښځو فوټبال نړيوال جام تر ګټلو وروسته د مډالونو د وېشلو پرمهال لوبغاړې جني هرموسو په زوره پر خوله مچ کړې وه. 
فوټبال نړيوال فدراسیون په یوه اعلامیه کي ویلي دي چي دغه پېښه «کیداسي د فیفا د انضباطي قواعدو د ۱۳ مادې د لومړي او دوهم پرګراف څخه سرغړونه وي.»

زموږ یوټیوب پاڼه
د انضباطي قواعدو ۱۳مه ماده د فوټبال لوبغاړو او چارواکو د تېري نامناسبي کړني په ځانګړي ډول د «اساسي قواعدو او ښې کړني څخه سرغړونه» او «هغه کړني، چي سپورټ بدنام او بې باورۍ ته کشوي.» څېړي.

اړوند: افغانستان له فیفا څخه د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې شواهد غوښتي
دغه پېښه د ښځو د نړيوال جام د سیالیو په پای کي هغه وخت وسوه، چي د فیفا مشر جیانی اینفانتینو او د هسپانیا د فوټبال مشر ښځینه لوبغاړو ته مډالونه ورکول. 
د هسپانيا د فوټبال فدراسیون مشر لومړی د هسپانيا د ښځینه فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې جیني هرموسو پر تندي مچ کړه او بیايې د هغې سر په لاسونو کي ونیوی او پر شونډانو يې مچه ځیني واخیسته. 

اړوند: د فوټبال فيدراسیون ځيني مشران ممنوع الخروج اعلان شوي
په خپره کړې ویډیو کي لیدل کیږي، چي له دې پيښي یو څو دقیقې ترمخه روبیالس دسټوډیوم په «وي آی پي» برخه کي د لوبي وروستی شېبې ګوري، د بریالیتوب پرمهال ظاهرا د خوشحالۍ له مخي د خپل خښتګ یوه برخه په لاس کشوي.

د هسپانیې د فوټبال فدراسیون مشر لوئیس روبیلیزانځور: Amr Nabil/AP/picture alliance

د جنجال دوام

دې پيښي په نړيوال جام کي دهسپانیا د ښځینه فوټبال لوبډلي بریالیتوب تر اغېز لاندي راوستی او په دې اړه د فیفا اقدام وروستی پرمختګ دی. د چهارشنبې په ورځ هرموسو د هسپانیا د لوبغاړو له ټولني سره ګډه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کي د هسپانيا د فوټبال فدراسیون د مشر پر وړاندي د ګام پورته کولو غوښتنه سوې ده.

زموږ فېسبوک پاڼه
په اعلامیه کي راغلي دي: «موږ هڅه کوو، ډاډ ترلاسه کړو چي دغه ډول کړني هیڅ وخت بېله سزا نه پاتیږي. دوی ته جزاء ورکول کیږي او ښځینه فوټبالراني به له ورته کړنو څخه، چي موږ ته هیڅ د منلو نه دي ساتل کیږي.»

اړوند: د فيفا د مشر د ټاکلو په اړه نړيوال غبرگونونه
د هسپانیا فوټبال فدراسیون څېړنه کوي
د هسپانیا فوټبال فدراسیون د مشر دغه کړنه له پراخو نیوکو سره مخامخ سوې او د هسپانیا سرپرست حکومت هم پر دغه چاره انتقاد کړی دی. 
اول وار روبیالس دغه ټولي نیوکي نه منلې، خو وروسته يې بیا په یوه ویډیو اعلامیه کي بخښنه وغوښته. په ورته وخت کي د هسپانیا فوټبال فدراسیون خپلي څېړني شروع کړي دي او د جمعې ورځي له پاره يې یوه « ځانګړې ناسته» رابللې ده. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب