د جنسي تیري په تور د ناروې د ولیعهد د مېرمني د زوی محاکمه
۱۴۰۴ بهمن ۱۴, سهشنبه
د ناروې د ولیعهد د مېرمني مته ماریت، د مشر زوی محاکمه د سې شنبې په ورځ په اوسلو کي د بیلابیلو تورونو لکه، جنسي تیري، کورني تاوتریخوالي، هیواد ته د زیان رسولو، د مخدره موادو په تړاو جرمونو او ترافیکي سرغړونو له امله پیل سوه.
تر ټولو جدي تورونه دا دي چي ۲۹ کلن ماریوس بورگ هویبي، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ مو کلونو ترمنځ پر څو ښځو جنسي تیری کړی او له هغو څخه یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده، او ظاهراً یې له ځینو کړنو څخه، کله چې قربانیانې بیدې وې، فلم اخیستی دی.
اړونده موضوع: په آلمان کی د سیاسي انگیزې له امله جنسي تیری؟
څارنوالانو ویلي دي چي د محکوم کیدو په صورت کي به هغه امکان لري تر ۱۶ کلونو پوري زنداني سي. دغه محاکمه به د مارچ تر ۱۹ مې ادامه پیدا کړي او تمه کیږي چي د رسنیو پراخه پاملرنه به ځانته راواړوي.
پر ځينو کوچنیو جرمونو اعتراف، خو د تیري تور ردول
هویبي، څو کوچني جرمونه منلي دي او مخکې یې ویلي ول چي له »رواني ستونزو« ځورېدی او »له ډیره وخته راهیسي له موادو څخه له ناوړه استفادې سره مخامخ و.«
خو د سې شنبې په سهار د محاکمې په پیل کي، هغه د جنسي تیري څلور مورده رد کړل.
څارنوال ستورلا هنریکسبو، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي له هویبي سره به »د هغه د کورنۍ په دلیل نه په لا ډیر نرمښت او نه هم په لا شدت سره چلند وسي.«
ناروې: د اپستين د دوسيې تر څنګ سلطنتي رسوايي
هویبي، چي د ناروې د ولیعهد ناتني هاکون زوی دی، په ۲۰۲۴م کال کې څو ځله د بیلابیلو تورونو له امله ونیول سو. هغه د ۲۰۲۵م کال په اگست کې په رسمي ډول تورن سو، خو د یکشنبې تر ورځي چي بیا ونیول سو، آزاد و.
تازه تورونه چي پکښي په چړې گواښ، او د نه نیژدې کیدو له امر څخه سرغړونه شاملیږي، د سه شنبې د ورځي د محاکمې برخه نه وه. خو په اوسلو کي یوه قاضي د دوشنبې په ورځ تر څلورو اونیو پوري په توقیف کې د هغه د ساتنې له پاره غوښتنه ومنله؛ په دې دلیل چي د جرم د تکرار خطر موجود دی.
د ۸۸ کلن پنځم پادشاه هارالد په مشري، د ناروې سلطنتي کورنۍ معمولاً په دغه هیواد کي محبوبیت لري، خو د هویبي محاکمه په داسي یوه وخت کي رامنځته کیږي چي له عامه نظره د سلطنتي کورنۍ له پاره حساسه شیبه ده.
هویبي، چې د ولیعهد د مېرمنې مته ماریت له پخوانۍ اړیکې څخه دی، هیڅ کوم سلطنتي یا رسمي مقام نه لري. خو د مور نوم یې یو وار بیا په خبرونو کي مطرح سوی، ځکه د اپستین په تر ټولو تازه اسنادو کي چي د جمعې په ورځ خپاره سول، د هغې نوم څو سوه ځله راغلی دی.
له اپستین سره د مته ماریت اړیکه
مته ماریت په ۲۰۱۹م کال کي اعتراف کړی و چي له محکوم سوي جنسي مجرم جیفري اپستین سره یې چي وروسته مړ سو، اړیکه درلوده. هغې د ناروې رسنیو ته ویلي ول: »ما ناسم قضاوت درلود او دا چي اصلاً مې له اپستین سره اړیکه درلوده، پښیمانه یم، دا واقعاً د شرم ځای دی.«