1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي غلامۍ پر موضوع «لو سونيا» فلم ولې ناکام شو؟

۱۳۹۷ بهمن ۶, شنبه

سربيره پر دې چې په «لو سونيا» فلم کې دوه مشهورو څيرو فريده پنتو او ديمي مور رولونه ادا کړی، دغه فلم ناکام ثابت شوی دی. دغه فلم چې کيسه يې پر جنسي غلامۍ څرخيږي، فلمي تبصره کونکو يې پر ناکامه کيدو د حيرانتيا اظهار کړی دی.

Filmstill Wüstentänzer - Afshins verbotener Traum von Freiheit
انځور: Senator Film Verleih/wildbunch

 

پر «لو سونيا» فلم باندې د ډیرو فلمي منتقدانو او مبصيرينو له خوا  تبصرې ليکل شوي دي. دوی د جنسي غلامۍ يا مرئيتوب پر موضوع دغه جوړ شوی فلم په هندوستان کې د دا ډول فلمونو د بنسټ ډبرې په توګه ياد کړی دی.

خو څرنګه چې تمه وه هغسې نه وشول. داسې اټکل کيږي چې د «لو سونيا» فلم په اړه داسې تمه کيده چې په هندي سینماو کې به يې ډیر هرکلی وشي، خو د تمې خلاف دغه څه نه دي شوي. په عمومي توګه داسې انګيرنه موجوده ده چې په هندي ټولنه کې لا هم د جنسي غلامۍ پر داستانونو جوړ فلمونه يو ډول عيب ګڼل کيږي.   

د «لو سونيا» فلم دايرکتر يا فلمي لارښود تبريز نوراني دی. په دغه فلم کې فريده پنتو او ديمي مور په شان نامتو هندۍ هنرمندانو کار کړی دی. دغو دواړو هنرمندانو په ځينو کاميابو فلمونو کې خپل رول ادا کړی او دغو رولونو دوی سره مرسته کړې چې نړيوال شهرت تر لاسه کړي. د جنسي غلامۍ او مرئيتوب پر موضوع د دغه جوړ شوي فلم په اړه دا هم ويل شوي چې داستان يې د يوې واقعي کيسې څخه جوړ شوی دی. د «لو سونيا» د فلم داستان د داسې يوې کليوالې نجلۍ په اړه دی چې د انساني قاچاقبرانو لاس ته تر لويدو وروسته د جسم پلورنې تر نړيوال بازار پورې رسول کيږي.

د فلم دايرکتر تبريز نوراني د خپل دغه نوي فلم د ناکاميدو په اړه وايي چې دی داسې فکر کوي چې په هندوستان کې لا هم دا يو سخت کار دی چې د فلم ليدونکي دې د «لو سونيا» په څير فلمونو پر موضوع  باندې پوه شي. هغه زياتوي چې هندي جامعه لا اوس هم د دغه ډول فلمونو ليدلو له پاره آماده نه ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه فلم د تيرکال په ځينو فلمي فيستيوالونو کې جايزې هم ګټلې وې.

د «لوسونيا» فلم په اړه ويل شوي چې چې داستان يې د يوې واقعي کيسې څخه جوړ شوی دیانځور: Senator Film Verleih/wildbunch

په بريتانيا کې د «لو سونيا» فلم «پريمئير» يا لومړنۍ ننداره د تيرې چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۳مه ترسره شوه. په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د فلمي ادارکارانو تر څنګ فلمي منتقدان او تبصره کونکي هم غوښتل شوي ول. د فلمي صنعت په برخه کې د بکس آفیس په نوم هندي ادارې په حواله، د «لو سونيا» فلم په هندوستان کې تر خپريدو وروسته يوازې ۱۷۰ زره بريتانيايي پونډ ګټلي دي.

خو هندي اداکارې ريچا چدا چې په «لو سونيا» فلم کې یې هم رول ادا کړی د فلم د ناکاميدو سربيره يې هيله څرګنده کړه چې هندي فلمي دايرکتران دې د جنسي غلامۍ پر موضوع له فلم جوړولو ويره ونه لري او پر دا ډول داستانونو دې فلمونه جوړ کړي.

د جنسي غلامۍ علاوه، د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو پر موضوعګانو هم د هند د فلمي صنعت په تاريخ کې ډير فلمونه جوړ شوي چې ډيری يې خورا مشهور او کامياب شوي هم دي.

د هند تر ټولو مشهور ادا کار، پروډيوسر او  دايرکټر راج کپور او د «آر کې» فلمي کمپنۍ مالک که څه هم پلار او نيکه يې د فلم او تياتر په نړۍ کې پيژندل شوې څيرې وې، خو هغه نړيوال شهرت د ۱۹۵۱ کال آواره فلم په توليد تر لاسه کړ. د دغه فلم کيسه هم په اصل کې پر ښځو يا کورني تاوتريخوالو څرخيږي.

د مشهور دايرکتر مهيش بهټ د ۱۹۸۲ کال فلم «آرت» او د هندوستان د بل ستر فلمي دايرکتر راج کمار سنتوشي «لجا» او «دامني» هم هغه کامياب فلمونه دي چې په هندي ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي په کې ښکاره شوي دي. دغه فلمونه تر څنګ د دې چې کامياب ثابت شوي په کې مشهورو ښځينه څيرو رولونه لوبولي دي. د بیلګې په توګه د مهيش بهټ په «ارت» فلم کې شبانه اعظمي چې په عين حال کې د ښځو د حقونو يوه فعاله هم ده رول لوبولی دی.  

د «لو سونيا» فلم دايرکتر تبريز نوراني په امريکا کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د يو غير دولتي سازمان غړيتوب لري. هغه په امريکا کې د خپل فلم د تحقيق په بهير کې د بد لمنو ښځو د کاروبار له مرکزونو څخه هم ليدنه کړې ده چې په هغو کې بې شميره هندۍ نجونې او ښځې هم موجودې وې.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: