د جنوبي کوریا د کښتی چلولو یو لوی شرکت ډیوالي سو
ورېدا انسا / م.ق.ن.۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.12.2013):
افغان میرمنې سره زر تولیدوي
په ۲۰۱۳ کال کي د افغاني زعفرانو د ذایقې او کیفیت په نړیوال انستیتوت کې لومړی ځای وګاټه. همداشان په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او کښت د زیاتیدو خبر ورکړل شوی دی. په دغه انځوریز راپور کې د زعفرانو تولید ښوول شوی دی.
«ایسا» یا په افغانستان کې د پانگوني د ملاتړ اداره، خبر ورکوي چې د افغانستان زعفران په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د ذایقې او کیفیت د نړیوال سازمان په درجه بندیو کې لومړی مقام ګټلی دی. په دغه انځور کې لیدل کیږي چې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې مېرمني د زعفرانو حاصل راټولوي.
د ایسا، چارواکي همداشان په افغانستان کې د زعفرانو د کښت او تولید د ډیریدو خبر ورکوي. د ورکړل شوو ارقامو له مخې یوازي سږ کال په هرات ولایت کې په ۷۰۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي دي چې د هغې حاصل به ښایي ۳۰۰۰ کیلوگرامه ته ورسیږي. دغه سور کمیسي افغان میرمنې، د «افغان زعفران» په نوم شرکت کې په منظمه توگه خپل کار پر مخ بیایي.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع وزارت وایي، افغان زعفران شرکت، چې د زعفرانو د کښت، تولید، پروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، په دغه هیواد کې د زعفرانو د تولید ستر شرکت دی د اروپا په شمول بېلابېلو لویو وچو ته صادرات لري. په دغه شرکت کې زیاتره کارکوونکي بې وزله ښځي دي.
زعفران د افغانستان په یوه مهم صاداراتي توکي باندي اوښتي دي. هڅه کیږي چې دغه کښت د کوکنارو ځای ونیسي. د کوکنارو کر په نړیواله ټولنه کې افغانستان له سختو نیوکو سره مخامخ کړی دی. د افغانستان د کرهڼي، مالدارۍ او اوبو رسولو وزارت د دغه کښت د ترویج له پاره بېلابېل پروگرامونه لري.
په یوه تازه مورد کې د ټول افغانستان څخه د ۲۰۰ بزگرانو له پاره د زعفرانو د کښت د زده کړې زمینه برابره شوې ده. په پام کې ده چې دغه بزگران به د زعفرانو د پیازو تر تر لاسه کولو وروسته يې په کښت پیل وکړي او خپلي تجربې به د سیمې له نورو بزگرانو سره شریکي کړي. د زعفران گل باید هره ورځ سهار وختي راټول شي، که نه د ورځې په اوږدو کي بيا مړاوې کیږي.
اوس هم د افغانستان یو کیلوگرام زعفران په نړیوال بازار کې شاوخو ۲۰۰۰ ډالره بیه لري. د افغانستان په بازارونو کې یو کیلوگرام زعفران د پروسس او بسته بندۍ تر مخه، د خپل کیفیت د تناسب له مخې د ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ډالرو پورې بيه لري. له ځمکې څخه د زعفرانو د گلانو تر راټولو وروسته بیا دغه گلان د پروسس له پاره وړاندې کیږي.
په اوسن وخت کې په افغانستان کې ډیري مېرمنې د زعفرانو په پټو کې کار کوي. د زعفران د گل راټولول او د گل له منځه د تارونو لیرې کول یو نازک کار شمیرل کیږي. له همدې کبله د زعفران تولیدونکي شرکتونه ښځينه کارګرو ته ترجیح ورکوي. یوازي د افغان زعفران، په شرکت کې ۱۵۰۰ تنې ښځي کار کوي.
که څه هم هڅه کیږي چې په افغانستان کې د زعفران کښت د کوکنارو ځای ونیسي او په یو شمیر ولایتونو کې د زعفرانو کښت هم زیات شوی دی، خو له دې سره سره افغانستان په نړیواله کچه د مخدره توکو په تولید کې لومړی ځای لري.
په لومړي سر کې په افغانستان کې د زعفران کښت د هرات ولایت له غوریان ولسوالۍ څخه پیل شو. د زعفرانو پیاز بیرته راستنو شوو کډوالو له ځانه سره راوړي ول او د هغه په کښت یې پیل وکړ. تر هغه وروسته دغه کښت د پښتون زرغون ولسوالۍ ته انتقال شو. په اوسني وخت کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د زعفرانو د تولید اتحادیې موجودي دي.
ویل کیږي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د زعفرانو د پیازو، غوښتنه مخ په ډیریدو ده. اړونده دولتي چارواکي وایي چې د افغان بزگرانو له پاره د هسپانيا او یو شمیر نورو هیوادونو څخه د زعفرانو پیاز چمتو کوي. د هغوی په خبره خپله په افغانستان کي هم د زعفران د پیازو په تولید کې ډیروالی راغلی دی. خو څو کاله کیږي چې ایران افغانستان ته د زعفرانو د پیاز خرڅلاو منع کړی دی او په قاچاق کې حسابیږي.