د آلمان له پاره د کډوالو اداره(Bamf) د فرانسې په کالې سیمه کې د کډوالو د «ځنګل کمپ» تر تړل کیدو وروسته آلمان ته د سونو مهاجرو پر راتګ حساب کوي.
اعلان
د "Rheinische Post" آلمانۍ ورځپاڼې د خپلې سه شنبې ورځې په ګڼه کې د آلماني چارواکو د محفلونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په راتلونکو اونیو کې به له فرانسې څخه په سونو مهاجر آلمان ته ستانه شي.
د دغو چارواکو په حواله دا هغه کډوال دي چې په آلمان کې تر راجستر کیدو او یا هم په دغه هیواد کې د پناه غوښتني تر وړاندي کولو وروسته فرانسې تللي دي.
په همدې اساس کیدای شي فرانسه له آلمان څخه وغواړي چې دغه کډوال بیرته ومني. د دوبلین تړون له مخې یو مهاجر چې په لومړي سر کې په هر اروپایې هیواد کې راجستر شوی وي باید په هم هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.
داسې اوریدل کیږي چې آلماني چارواکي فکر کوي چې د فرانسیانو دغه هڅه چې نوموړي مهاجر بیرته آلمان ته را ولیږي حقیقت پيدا کړي، خو هغو دا هم ويلي دي چې مهاجر حق لري آلمان ته د بیرته استولو پر ضد په یوه فرانسوۍ محاکمه کې دعوای وکړي.
د دوشنبې په ورځ د یوه قوي امنیتي ځواک په مرسته د فرانسې په کالې سیمه کې د مهاجرو غير قانوني کمپ (ځنګل کمپ) د تخلیه کولو کار پيل شو.