1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنګي جنایت تورونه؛ پخوانی استرالیایي عسکر په ضمانت خوشی شو

۱۴۰۵ فروردین ۲۸, جمعه

یو پخوانی استرالیایي عسکر چې د افغانستان د جګړې پر مهال د جنګي جنایت په تور تیره اونۍ نیول شوی و، د ضمانت په بدل کې په مشروط ډول خوشی شوی دی.

آرشیف انځور: پخوانی استرالیایي عسکر بن رابرتز سمیت
د جنګي جنایت په تورونو متهم پخوانی استرالیایي عسکر د ضمانت په بدل کې په مشروط ډول خوشی شوی دی.انځور: Saeed Khan/AFP

تیره اونۍ پولیسو د استرالیا یو ویاړلی ۴۷ کلن پخوانی عسکر بن رابرتز سمیت، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو د قتل اړوند قضیه کې د جنګي جنایت په تور نیولی وو. هر یو د دغو تورونو د ثابتیدو په صورت کې کېدای شي د ابدي حبس سزا ولري.

سمیت په کومو شرایطو خوشی شوی؟

رابرتز سمیت چې د ویډیوي کنفرانس له لارې یې د محکمې په استماعیه غونډه کې ګډون کړی و، د وثیقې د شرایطو له مخې د سفري محدودیتونو سربیره، باید۲۵۰ زره استرالیایي ډالره (۱۸۰ زره امریکایي ډالرو معادل) په ضمانت کې ورکړي او د دوسیې له هر یوه شاهد سره له اړیکې نیولو ډډه وکړي.

رابرتز سمیت له یوې اونۍ د ډیرې مودې راهیسې بندي و. وروسته له دې چې پولیسو په لومړیو کې د ضمانت په بدل کې د نوموړي د خوشې کیدو مخالفت وکړ، د سمیت حقوقي ټیم د هغه د ضمانت د ارزونې په خاطر حضوري جلسې ته منتظر و.

د پنځو افغان ملکیانو په قتل تورن استرالیاي افسر رابرتز سیمت د بریتانیې له ملکې دویم الزبت سرهانځور: Anthony Devlin/REUTERS

رابرتز سمیت په پرله پسې ډول پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي، هغه تورونه چې اکثره یې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۸ م کال کې د «ناین انټرټینمنټ» په ورځپاڼه کې خپاره شوي ول.

د استرالیا پولیس ادعا کوي چې قربانیانو د وژل کیدو پر مهال په نښتو کې ګډون نه درلود او په داسې وخت کې چې بې وسلې، بندیان او د استرالیایي ځواکونو تر کترول لاندې وو، وژل شوي دي.

همدرانګه پولیس ادعا کوي چې قربانیان یا خو د تورن کس په وسیله او یا هم د ده په امر او موجودیت کې د ده د لاس لاندې سرتیرو په وسیله په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

په یوه جلا دوسیه کې بیا رابرتز سمیت د هغو تورونو له امله چې په رسنیزو رپوټونو کې پر ده لګول شوي و، د هغه د بدنامه کولو پر ضد دعوی، د رسنیو پر وړاندې بایللې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب