1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جهادي ډلو شورا: پاکستان دي په کشمیر کې پوځي مداخله وکړي

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

په کشمیر کې د وسله والو ډلو د شورا مشر له پاکستان څخه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پوځي مداخلې غوښتنه کړې. هغه ویلي دي چې پاکستان ته په کار ده چې په هندي کشمیر کې د خلکو د امنیت له پاره خپل پوځي واحدونه سیمې ته واستوي.

Kaschmir - Proteste in Srinagar
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Khan

سید صلاح الدین د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نوي ډهلي د حکومت پر ضد د تر لسو ډیرو فعالو وسله والو ډلو د شورا مشر دی. هغه وویل چې د اګست میاشتې په پنځمه نیټه د نریندر مودي د حکومت له خوا د کشمیر د ځانګړی نیمه خپلواک حیثیت د سلبولو تر پریکړې وروسته، ملګرو ملتونو ته په کار وه چې هلته خپل سوله ساتي ځواکونه واستوي، خو که نړیواله ټولنه داسې نه کوي، نو اسلام آباد ته په کار ده چې له خپلو پوځي واحدونو سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته لاړ شي او د هغه ځای د سیمه ایزو خلکو امنیت وساتي.

سید صلاح الدین زیاته کړې ده: «دا د پاکستان د وسله وال پوځ مکلفیت دی، کوم چې د نړۍ لومړنی اسلامي هیواد دی چې اټوم لري، د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته په داخلیدو سره دې د هغه ځای د خلکو پوځي ملاتړ وکړي.»

غوښتنه؛ پر عمران خان د داخلي فشار یوه بیلګه

په دې اړه رویترز لیکلي دي چې د سید صلاح الدین دغه غوښتنه په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ حکومت باندې د هغه داخلي فشار څرګندویي کوي، چې له مخې یي غوښتنه کیږي چې اسلام آباد باید د نوي ډهلي حکومت د اګست د پنځمې نیټې د پریکړې په غبرګون کې یو پریکړنده ګام پورته کړي.

د دې فشار برعکس د عمران خان حکومت د کشمیر په اړه د مودي حکومت د دغې پریکړې په غندلو سره تر اوسه پورې یوازې په نړیواله کچه پر یوې پراخې دیپلوماتیکې هڅې اکتفا کړې ده.

«یوازې دیپلوماتیکې هڅې به اغیزمنې نه وي»

په همدې ارتباط سید صلاح الدین د تیرې یکشنبې په ورځ«د سپټمبر لومړۍ نیټه» د هند تر ولکې لاندې کشمیر په مرکز مظفر آباد کې د سلګونو کسانو یوې غونډي ته د وینا پر مهال ویلي ول: «په اوسنیو ډیرو ستونزمنو حالاتو کې(د کشمیر اړوند) یوازې دیپلوماتیکې هڅې، سیاسي تائيد او ملاتړ اغیزمن نه شي ثابتیدلی.»

د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه د نیمه خپلواک حیثیت د اخیستلو د پریکړې ترڅنګ دا هم ویل شوي ول چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر به پر دوو برخو، لداخ او جمو کشمیر وویشل شي. سربیره پر دې په راتلونکو ورځو کې دغه نوي سیمي د هند د نورو سیمو حیثیت ولري.

د اکتوبر ۳۱ مه نیټه، د پریکړې عملي کیدل

له هغه وخت راهیسې چې نوي ډهلي د جمو کشمیر اړوند دغه شخړايزه پریکړه کړې ده، له هم هغه وخت راهیسي په کشمیر کې امنیتي وضعیت ښه نه دی او ډیر وختونه یي له نورې نړۍ سره تلیفوني او مواصلاتي اړیکي پرې شوي وي.

همدرانګه د هند حکومت له کشمیر څخه د باندې اوسیدونکو هندیانو ته هم د دې حق ورکولو اعلان کړی دی چې کولی شي په راتلونکي کې په کشمیر کې ملکیتونه وپيري. تر اوسه پورې داسې یو څه په قانوني توګه منع وو.

تر اوسه پورې دغه پریکړه نه ده نافذه شوې، خو د حکومتي پریکړې پر اساس د دې پریکړې عملي کیدل به د اکتوبر میاشتې له ۳۱ نیټې څخه پيل شي او هغه وخت به نو د هند د اساسي قانون له مخې د جمو کشمیر د نیمه خودمختارۍ د ځانګړي حیثیت ختمیدل عملي شي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل