د جيش محمد ډلې مشر څوک او ولي په تور ليست کې شامل شوی؟
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه
هند له څو کلونو راهيسې هڅه کوله چې مسعود اظهر د ملگرو ملتونو د ترهگرو په نړيوال نوملړ کې شامل شي. د هغه د جيش محمد په نوم ډلې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د فیبرورۍ د خونړيو بريدونو پړه منلې وه.
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjee
اعلان
د ملگرو ملتونو امنيت شورا د پاکستان ميشتې وسله والې ډلې جيش محمد مشر مسعود اظهر د نړيوالو ترهگرو په تور ليست کې شامل کړی دی. دې ډلې په روان میلادي کال کې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هغه بريد پړه منلې وه چې ۴۰ عسکر پکښې ووژل شول او هند او پاکستان یې د يوې جگړې تر حده رسولي ول.
د ملگرو ملتونو پر داعش او القاعده شبکې د بندیزونو کميټې د چهار شنبې په ورځ پر مسعود اظهر هم د القاعدې شبکې سره د اړيکو له کبله بندیز اعلان کړ.
د جيش محمد ډلې پر بنسټ ايښوونکي او مشر مسعود اظهر په دې بندیزونو کې د سفر او وسلو د رانيولو بندیز شامل دی. همدا راز به د نوموړي شتمنۍ هم کنگل شي. د جيش محمد ډله لا له ۲۰۰۱م کال راهيسې د ملگرو ملتونو د ترهگرو ډلو په نوملړ کې شامله وه. پاکستان او هند هم پر دې ډله قانوني بندیز لگولی وو.
خو هند تل ادعا کوله چې مسعود اظهر او ډله یې په پاکستان کې په آزاده توگه حرکت کوي او له خپل گاونډي یې غوښتنه کوله چې د خپلې خاورې څخه د دغه وسله والې ډلې عملیات ودروي.
هند د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې په څو ځلي هڅه کړې وه چې مسعود اظهر د ملگرو ملتونو له خوا د ترهگر په توگه درجه بندي شي خو په ملگرو ملتونو کې د هند دا هڅه هر وارې د چين له خوا د ويټو د حق په کارولو سره له ناکامې سره مخامخ شوې وه. خو دا ځل چين هم د دې کار مخنيوی و نه کړ.
جيش محمد ډلې د کشمير د بريد پړه منلې وهانځور: Reuters/Y. Khaliq