د امريکا متحدو ايالاتو د خوراک او درملو د څار ادارې چې لنډيز یې «ايف دي ای» دی، په دې اړه وويل چې دا علاج به ښايي د وينې په سرطان د اختوو هغو مريضانو له پاره اغيزمن وي چې تر ۲۵ کلنۍ زيات دي.
د دغه ادارې په حواله دا يو تاریخي پرمختګ دی او دا تجربه به نه يوازې د وينې د سرطان، بلکې د نورو ډيرو خطرناکو ناروغتياو په درملنه کې هم ښايي مرسته وکړي.
د علاج دا نوې بڼه د دودیزو بڼو لکه کيموتهراپي څخه مختلفه ده. په دې کې د مريض په بدن کې دننه په حجرو کې د بدلون راوستلو له لاري د درملنې هڅه کيږي. دغه تغير شوې حجرې بيا د انسان په بدن کې دننه وده کوي. په جنیتيکي بڼه رامنځته شوې دغه حجرې بيا له سرطان څخه اغيزمنو حجرو ته نوی ژوند ورکوي.
د نواتس شرکت د مشر په حواله پر دې علاج د څلور سوه زره ډالرو څخه تر شپږ سوه زره ډالرو پورې مصرف راځي.
انځورونه: د سرطان د مخنیوي ۱۲ لارې
اوس ساینس پوهان په دې خبره پوهیږي چې سرطان څرنگه رامنځ ته کیږي. نو له همدې کبله هر څوک کولای شي د دې ناروغۍ پر ضد اقدام وي.
انځور: Imago/Science Photo Library
برخلیک مو په خپل لاس کې دی
یوازي سګريت د هرو پنځو تومورونو له ډلې څخه د یوه د رامنځ ته کیدو سبب دی. سګرت نه یوازې د سږي سرطان رامنځ ته کوي، بلکې د نورو ډیرو تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل هم کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
ډیر وزن هم د سرطان چانسونه ډیروي
تر سګرېټو وروسته د سرطان دوهم لوی لامل د وزن ډیروالی دی. دلیل یې هم دا دی چې ښه انسولین د څه نا څه هر ډول سرطان د رامنځ ته کیدو امکان پیدا کوي. هغه ښځي چې وزن یې ډیر وي ډیر ښځینه هورمونونه تولیدوي او له همدې کبله په هغوی کې د سینې سرطان د رامنځ ته کیدو چانس ډیریږي.
انځور: picture-alliance/dpa
فعالیت نه لرل هم د سرطان یو لامل دی
هغه کسان چې ډیر فزیکي فعالیتونه نه لري هم په سرطان د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. څېړنو دا خبره ثابته کړې ده چې تمرین کولای شي د سرطان مخه ونیسي. دلیل یې هم دا دی چې تمرین د انسولین درجه په بدن کې کموي او همداراز د وزن د ډیریدو مخه نیسي.
انځور: Fotolia/runzelkorn
ډیر الکول د سرطان بل لامل دی
الکول هم د انسان په بدن کې د تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. که یو څوک له الکولو او سګريټو څخه په یوه وخت کې ګټه واخلي د سرطان امکان سل واري ډېريږي.
د پرمختللو طبي درملو او ماشینونو له کبله رامنځ ته کیدونکی سرطان
اکسرې ګاني هم د سرطان د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. خو دا یوازي اکسرې ګانې نه دي، کله چې سړی په الوتکه کې سفر کوي هم له سرطان رامنځته کوونکي ردیشن سره مخامخ وي.
انځور: picture alliance/Klaus Rose
د انسان په بدن کې سرطان رامنځ ته کوونکي وایروسونه
د انسان پیپیلوما وایروسونه هم د سرطان د رامنځته کیدو لامل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
د حامله گي ضد تابلیتونه
د حامله ګي ضد تابلیتونه تر یوې اندازې پورې د سینې د سرطان رامنځ ته کیدو ګواښ ډیروي. خو دغه تابلیتونه بیا تر ډیره حده پورې د نور ډول سرطانونو مخه نیسي. خو کله چې د سرطان موضوع په منځ کې وي دغه تابلیتونه تر زیانه ډیره ګټه لري.
انځور: Fotolia/Kristina Rütten
هر څه په تقدیر پوري تړلي دي
خو که سړی هر څه سم هم وکړي، بیا هم د سرطان له ګواښه په امان کې نه وي. د سرطان نیمایي پېښي د خرابو جینونو او یا هم د عمر د لوړوالي له کبله رامنځ ته کیږي. د مغز سرطان په ډیرو مواردو کې سړۍ ته په میراث پاتيږي.