1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاندونیزیا

د «جي ـ شل» غونډه په اندونیزيا کې پېل شوه

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د اندونیزيا په بالي ټاپو کې د جي ـ شل د مشرانو پر غونډه پر اوکراين د روسیې د يرغل سيوری پروت دی. د اندونیزيا ولسمشر د غونډې د پرانيستنې په خپله وينا کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې نړۍ يوې بلې سړې جګړې ته بايد داخل نه شي.

د جي شل غونډه په بالي کې پېل شوې
د جي شل غونډه په بالي کې پېل شوېانځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو غونډه چې د جي ـ شل په نامه ياديږي، د اندونیزيا په بالي ټاپو کې پېل شوه. په دې غونډه کې به د بحث تر ټولو مهمه موضوع پر اوکراين د روسیې پوځي يرغل او د هغه پايلې وي.

د اندونیزيا ولسمشر جوکو ويدودو، د غونډې د پرانيستنې پر وخت په خپله وينا کې له غړيو هېوادونو وغوښتل چې دا شخړه پای ته ورسوي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د آلمان صدراعظم مارتين شولڅ، د فرانسې رئيس جمهور ايمانويل مکرون، د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګيې لاوروف او د دې ډلې د نورو غړیو هېوادونو مشران د بالي په دې ناسته کې ګډون کوي.

د اندونیزيا ولسمشر د خپلې وینا په یوه برخه کې وويل: «موږ بل انتخاب نه لرو، د نړۍ د ژغورنې په موخه همکارۍ ته اړتيا ده.» هغه زياته کړه: «جي شل بايد د اقتصادي رغونې يو ټولشموله محرک واوسي. موږ بايد نړۍ په برخو ونه ويشو. موږ باید د دې اجازه ور نه کړو چې نړۍ يوې بلې سړې جګړې ته داخله شي.»آلمان په »جي شل« غونډه کې د پوتين پر نه ګډون خواشيني ښوولې

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي هم د اندونیزيا د ولسمشر په غوښتنه دې غونډه ته ويديويي وينا وکړه او د جي ـ شل هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې پر اوکراين د روسیې «تیری کوونکې» جګړه ودروي او د سولې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

زيلنسکي په خپلو خبرو کې وويل: «زه دې نتیجې ته رسېدلی يم چې اوس د روسیې ويجاړونکې جګړه بايد ودريږي او درول کیدای شي.»

د اوکراين ولسمشر زياته کړه: «د هرې ورځې ځنډ [د جګړې په درولو کې] د اوکراين له پاره د ډېرو مرګونو، د نړۍ له پاره د بې معنا زيان د زياتيدو او د روسیې له پاره د بې دليله تیري د ادامې په معنا دي؛ د نړۍ هر کس ته د زيانونو په معنا دي.»

اروپايي ټولنې پر روسیې د نړيوال فشار غوښتنه وکړه

د اروپايي اتحادیې مشر چارلز میشل د سه شنبې په ورځ پر روسیې د نړيوال فشار غوښتنه وکړه. هغه وویل چې دا غونډه بنسټیز اهميت لري څو د مسکو له خوا «د خوراکي توکو او انرژۍ څخه د وسلې په توګه» د استفادې مخه ونيوله شي.

د جي ـ شل د مشرانو دا غونډه به د يوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسيږي. يوه غربي ديپلومات د آلمان خبري آژانس «ډي پي اې» ته ويلي چې روسیه چمتو ده د دې اعلامیې یو پاراګراف چې د اوکراين پر وړاندې د جګړې غندنه کوي، ومني.

پوتین د جي شل په سرمشریزه کي برخه نه اخلي

ویل شوي چې د جي ـ شل هېوادونو په ګډه اعلاميه کې له دې شخړې څخه د اوکراين پر ضد د جګړې په توګه يادونه شوې ده، نه د «ځانګړو پوځي عملياتو» په نوم چې روسیه یې دې جګړې ته کاروي.

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د ګډې اعلامیې په مسوده کې د اوکراين د غله جاتو د تړون د غځولو غوښتنه هم شوې ده.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب