1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۲۰ مشرانو د اوکراین د جگړې له امله اندېښنه څرگنده کړه

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د جي ۲۰ ډلي مشرانو د خپلي غونډي د پای ته رسیدو په اعلامیه کي په اوکراین کي د روسیې پر جگړې انتقاد وکړ. هغوی همدارنگه د متوسط عاید درلودونکو هیوادونو د اقتصادي وضعیت له امله هم اندېښنه څرگنده کړه.

G20-Gipfel in Indonesien
انځور: Steffen Hebestre/Bundesregierung/dpa/picture alliance

د جي ۲۰ په نامه د نړۍ د اقتصاد د ۲۰ هیوادو مشرانو په خپله گډه وینا کي چي د چهارشنبې په ورځ خپره سوه، پر اوکراین باندي د روسیې یرغل په کلکو ټکو وغانده.

په اوکراین کي د روسیې جگړې او په تیره بیا د پولند پر خاوره د یوه توغندي د لگیدو له امله چي دوه کسان پکښي ووژل سول، پر دغي ناسته خپل سیوری وغوړاوه. د دغو هیوادونو مشرانو یو وار بیا ټینگار وکړ چي په اوکراین کي روانه جگړه پر نړیوال غذايي او انرژي تامین باندي منفي اغیز لري او په نړۍ کي یې شوک رامنځته کړی دی.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په خپله پرانیستې وینا کي له غړو هیوادو وغوښتل چي دغي شخړي ته د پای ټکی کښیږدي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د فرانسې ولسشمر ایمانوئل ماکرون، د روسیې خارجه وزیر سرگي لاوروف او د غړو هیوادو نورو مشرانو په دغه مراسمو کي حضور درلود.

د پولند ولسمشر: لګېدلي توغندي هدفي بريد نه وو

ویدودو وویل: »موږ بل هیڅ انتخاب نه لرو، د نړۍ د ژغورلو له پاره همکارۍ ته اړتیا لرو.« هغه زیاته کړه: «د ۲۰ ډله باید د همه شمول اقتصادي ښه والي له پاره چټک گامونه پورته کړي. موږ باید نړۍ پر څانگو ونه ویشو. موږ باید دې ته اجازه ور نه کړو چي نړۍ یوې بلي سړې جگړې ته ورداخله سي.»

بایدن، شولڅ، مکرون او څو نورو مشرانو د دغي غونډي په څنډه او په وروستیو شیبو کي یوه جانبي ناسته درلوده ترڅو د ناټو پر غړي هیواد پولند باندي د لګېدلي توغندي په هکله خبري اتري وکړي. مسکو په دغه پیښه کي هر ډول مسوولیت لرل رد کړی دی.

شولڅ: د جهاني اقتصاد د غوړیدو مؤثره لار د جنګ ختمیدل دي

د امریکايي چارواکو لومړنۍ پلټني ښيي چي هغه توغندی چي پر پولند لگیدلی، ممکن هوايي ضد اوکرایني راکټ وي چي د روسي راکټ د دفع کولو له پاره توغول سوی دی. روسي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د اوکراین پر ښارونو څو راکټونه فیر کړل.

د جی ۲۰ ډلي وینا د روسیې په هکله څه وايي؟

دغه وینا د اوکراین پرضد د روسیې د جگړې په هکله د غړو متفاوت نظرونه منعکسوي، خو تر ډیره ځایه روسیه محکوموي. دغه وینا د روسیې د حکومت د منزوي کولو له پاره د غړو او همدارنگه د جی ۲۰ د لویدیځي ډلي د غړو ترمنځ کشمکش منعکس کړ.

په دغه وینا کي راغلي:«ډیرو غړو د اوکراین جگړه په کلکه وغندله او ټینگار یې وکړ چي دغه جگړه د ډېر سخت انساني رنج او په نړیوال اقتصاد کي د موجوده ستونزو د لازیاتو سبب کیږي.»

نوموړو هیوادو په دغه وینا کي ټینگار وکړ چي «د اوکراین پر ضد د روسیې د فدراسیون د یرغل له امله اندېښنه ښيي او د اوکراین له خاوري څخه د دغه هیواد د بې قیدوشرطه وتلو غوښتنه کوي.»

خو بیاهم په دغه گډه وینا کي راغلي دي چي د وضعیت او تعزیراتو په هکله مختلف نظرونه او ارزوني موجودي دي.

که څه هم د جی ۲۰ غونډه د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو او یا هم هغوی ته د رسیدگۍ له پاره نه وه جوړه سوې، خو دغي وینا د امنیتي وضعیت هغو مهمو عواقبو ته اشاره وکړه چي ښايي پر نړیوال اقتصاد یې ولري.

په اوکراین کي جگړه په نړۍ کی د انرژي د بیې د لوړوالي سبب سوې دهانځور: Davide Bonaldo/SOPA Images/ZUMA Press/picture alliance

په عین حال کي روسیې خپله لهجه د جگړې په هکله ساتلې او پر اوکراین باندي یې خپل یرغل دفاعي اقدام بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف چي د ولسمشر پوتین پر ځای یې په دغه غونډه کي حضور درلود وویل: «هو په اوکراین کي جگړه روانه ده، داسي یوه ترکیبي جگړه چي لوېدیځ پيل کړې ده او کلونه کلونه ورته تیاری نیول سوی وو.»

د چین متوازن دریځ

د جی ۲۰ په غونډه کی د چین او روسیې د خارجه وزیرانو لیدنه کتنهانځور: Russian Foreign Ministry Press Service/AP Photo/picture alliance

چین داسي یو هیواد دی چي په فبرورۍ مياشت کي د جگړې له پیل راهیسي، هڅه کوي چي په ښکاره ډول د هيڅ اړخ پلوي و نه کړي. د چین چارواکو نه په ښکاره ډول پر روسیې انتقاد کړی او نه یې هم د مسکو ملاتړ کړی. خو بیا هم د سې شنبې په ورځ د روسیې او چین د خارجه وزیرانو تر لیدنی کتني وروسته، د چین خارجه وزارت د اټومي جگړې څخه د ډډه کولو په اړه د روسیې د عاقلانه او مسوولانه دریځ هرکلی وکړ.

GP/NZ Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل