1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۲۰ مشران د کرونا له کبله آنلاين سره ګوري

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

د جي ۲۰ ډلې په نوم د مخکښو اقتصادي هېوادونو مشران به نن خپله کلنۍ سرمشريزه آنلاين تر سره کوي. د دې سرمشریزې اصلي موضوع د کرونا وبا له کبله د اقتصادي اغېزو په وړاندې کوټلي تدابير دي.

Saudi-Arabien Riad vor dem G20 Gipfel
انځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images

د دغې دوه ورځنۍ سرمشريزې کوربتوب سعودي عربستان کوي چې د دغې ټولنې اوسنی رياست لري. د سفري بنديزونو او روغتيايي تدابيرو له کبله رياض البته ونه شو کولای چې په عربي نړۍ کې د جي ۲۰ لومړنۍ غونډه په فزيکي او حضوري توګه راوبلي.

د سعودي عربستان د ماليې وزير، محمد الجدعان، وويل چې «د جي ۲۰ مشرانو دغه سرمشريزه به هڅه وکړي چې نړيواله همکاري پياوړې کړي څو له نړيوالې اقتصادي ودې ملاتړ وشي او د يوې پياوړې، پايدارې، متوازنې او ټول شمولې دوباره ودې له پاره ټينګ بنياد کېږدي.»

د نړۍ د لږ پرمختللو هېوادونو د پورونو معاف کول

د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د يوې فوق العاده سرمشريزې راهيسې د جي ۲۰ ډلې د ۱۱ تريليونو (بيليارډو) ډالره په مقدار پانګونه کړې څو پر نړيوال اقتصاد باندې د اوسني وضعيت اغېز رانرم کړي.

دغه ګروپ همداراز د پورونو د معاف کولو يو پروګرام هم پیل او پلی کړی چې د نړۍ تر ټولو لږو پرمختللو هېوادونو ته يې له مخې ۱۴ مليارډو ډالر معاف کيږي. د پور د ادا کولو پر ځای به دغه پيسې د دغسې هېوادونو په روغتيايي سيستم او ټولنیزو پروګرامونو کې وکارول شي.

د جي ۲۰ ډله د نړۍ د نفوس دوه په درې برخه وګړي، ۸۵ سلنه نړيوال اقتصادي توليد او ۷۵ سلنه د نړۍ تجارت رانغاړي او ورڅخه استازيتوب کوي. 

dpa/ns/kh

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب