1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جینوا کنفرانس ته افغان حکومت څه لري؟

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

د افغانستان په اړه د جینوا دویم کنفرانس پيل شوی، افغان حکومت تمه لري چې نړېواله ټولنه به په دغه کنفرانس کې د نویو مرستو ژمنې وکړي. افغان کارپوهان او د څار بنسټونه له دغه کنفرانس څخه څه تمې لري؟

Logo der Genfer Konferenz für Afghanistan

د سویس په پلازمینه ژینیف کې افغانستان سره د مرستو په اړه دویم دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۲۳مه) پیل شوی  او سبا به هم دوام ولري. دغه کنفرانس ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت لپاره بیلابیلې طرحې وړاندیز کړې.

ښاغلي غني وویل، ددغو طرحو په مټ به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ اړیکې او سوداګري پراختیا ومومي. غني په دې کنفرانس کې وویل: «مونږ مرستې نه غواړو، مونږ اړیکې غواړو.»

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې چې د سولې او ټیکاؤ لپاره دې د یوه سیمه ییز چوکاټ په جوړولو کې نړېواله ټولنه له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

غني زیاتوي چې د ترهګریزو، جنايي او نورو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره هم نړېوالې همکارۍ ته جدي اړتیا ده.

ښاغلي غني په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل: «هغه تاوتریخوالی چې اوس افغانان ورسره مخامخ دي، نور له زغم څخه وتلی دی.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر بیا د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د طالبانو د ژمنو سره سره بیا هم تاوتریخوالی ډیر شوی.

جګړې او فساد افغانستان سره د نړېوالو مرستو پر دوام څه اغیز کړی؟

سره له دې چې افغان حکومت په جینوا کنفرانس کې له نړېوالو د مرستو د دوام تمې لري، خو تردې وړاندې ویل شوي چې نړېواله ټولنه نور له داسې هېواد سره مرستې نه کوي چېرې جګړه روانه وي.

د نړېوالو اړیکو شنونکې نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل چې افغان حکومت د تېر جینوا کنفرانس د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی: «د دې ترڅنګ، په دې کنفرانس کې ډيری مرستې به د سولې د پروسې په مخته وړلو مشروطې او ورټولې وي.»

ښاغلی حقپال زیاتوي چې افغان حکومت به اوسني جینوا کنفرانس کې له سختو نړېوالو شرایطو سره مخ شي. د حقپال په خبره، په قطر کې د سولې روان بهیر د جینوا کنفرانس پر پایلو او ژمنو مخامخ اغیز لري.

انځور: DW/R. Shirmohammadi

دی وايي دغه کنفرانس کې ښايي طالبان هم د نړېوالې ټولنې له یوه غیر مستقیم فشار سره مخامخ شي، ترڅو د سولې خبرو کې له ځینو دریځونو واوړي. هاخوا په د افغانستان په دولتي ادارو کې فساد لاهم د یو ستر ګواښ په توګه موجود دی.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان مشر سید اکرام افضلي، دویچه ویله ته وویل چې افغان حکومت فساد سره په مبارزه کې هیڅ اغېزمن ګام نه دی اخېستی.

ښاغلی افضلي چې د جینوا په کنفرانس کې یې هم ګډون کړی زیاته کړه: «د افغانستان حکومت د جینوا کنفرانس کې د ژمنو د نه عملي کېدو له وجې او د فساد ضد مبارزې د ناکامی له وجې ډېر څه نه لري چې نړېوالې ټولنې ته یې وړاندې کړي.»

افضلي هېله من دی چې نړېواله ټولنه به د افغانستان وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي. خو ده دا هم وویل، چې دا مرستې به کمیږي.

په تېر جینوا کنفرانس کې نړېوالې ټولنې له افغانستان سره د لسو کلونو لپاره تر ۱۶ میلیارده ډالرو ډېرو مرستو ژمنې کړې وې.

په برلین کې افغان کارپوه ډاکټر محمد اسحق اتمر دویچه ویله ته وویل، هغه مهال دغه مرستې مشروطې وې، خو افغان حکومت له هغو شرطونو یو یې هم نه دی پرځای کړی. محمد اسحق اتمر زیاته کړه: «ښه حکومتوالي، د امنیت ټینګښت، د ښځو ونډې، په شفافه توګه د پراختیايي پروژو پلې کېدو برخو کې به افغان حکومت نړېوالو ته راپور ورکړي.»

جرمني کې میشت دغه افغان شنونکی زیاتوي چې د افغانستان حکومت په تېرو شپږو کلونو کې یادې ژمنې نه دي عملي کړي او په دې کار کې پاتې راغلی دی.

اسماعیل شاکر – کابل