1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حاجي کامران د مرګ په هکله ضد او نقیض رپوټونه

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د مشهوره کومیډن او هنرمند، حاجي کامران د مرګ په باب رسنیو ضدونقیض رپوټونه خپاره کړي دي. ځینو ویلي، چي هغه نن په ویرجنیا کي وفات سوی او ځبینو نور بیا دا خبر رد کړی دی.

8. Nationales Theaterfestival in Kabul, Afghanistan
انځور: DW/Sirat

د ښاغلي حاجي کامران د مرګ خبر ځینو رسنيو، لکه هشت صبح او پژواک آژانس تائید کړی دی، خو ځینو نورو ژورنالسټانو بیا د حاجي کامران د زوی بکتاش کامران د قوله ویلي دي، چي هغه صحت لري او مړ نه دی. همدارنگه د اشنا تلویزون خبریال سید سلیمان آشنا هم په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې هغه روغ رمټ دی. ښاغلي اشنا په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «حاجی صیب کامران جوړ او تیار دی. روغ او جوړ دې وي. له بکتاش جان کامران څخه مننه چې د حاجي صیب د روغتیا احوال یې راکړ.» د دې خبري دقیق جزئیات به وروسته ستاسي په اختیار کي درکړو.