د حزب الله لوړپوړی مشر ووژل سو
۱۳۸۶ بهمن ۲۵, پنجشنبهاعلان
د حزب الله د يوه لوړپوړي چارواکي تر وژل کېدو وروسته د غچ اخستلو د بيري د اسرايلو په شمال کي هم لوړ امنيتي تدابير نيول سوي دی.
د لبنان د حزب الله سازمان او ايران د اسرايلو استخباراتي اداره په سوريه کي د مغنيث د وژلو مسؤله بولي.
په زرهاو شيعه ګانو د مغنيث د ښخولو په مراسيمو کي برخه واخسته.
په عيني حال کي په لبنان کي په لس هاوزره لويديز پلوه لبنانيان هم سره راټول سوي وه، چي د پخواني لومړي وزير رفيق حريري د وژل کيدو دريمه کليزه ولمانځي.