1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د حقابې شخړه، د ایران ولسمشر طالبانو ته ګواښ وکړ

حسین سیرت
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د ایران ولسمشر د هلمند سیند په اوبو کي د حقابې په اړه ګواښ کړی او ویلي يې دي چي د دوی دغه غوښتنه دي «جدي ونیسي». د طالبانو د باندنیو چارو وزارت بیا د باران کمښت او وچکالي د اوبو د کمښت سبب بللي.

Ebrahim Raisi | iranischer Präsident
انځور: Iranian Presidency Office/APAimages/IMAGO

د هلمند په سیند کي د ایران د اوبو حقابه د افغانستان او ایران ترمنځ په یوه توده موضوع بدله سوې ده. ایران د پنجشنبې په ورځ یوار بیا له افغانستان څخه وغوښتل چي د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ل کال هوکړه لیک ته ژمن پاته سي.

په هغه ویډو کي چي د ایراني رسنیو له اړخه خپره سوې ده، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پکښي وايي: «زه غواړم، د افغانستان حاکمانو ته ووایم چي زموږ دغه خبره عادي ونه ګڼي، دا ډېره جدي ونیسي.»

رئیسي په ګواښوونکې لهجه ادامه ورکوي: «زه د افغانستان مسؤلانو او حاکمانو ته اخطار ورکوم چي د سیستان او بلوچستان د سیمي حق په صریح ډول ورکړي.»

اړوند: طالبانو سره د ایران ستونزمن ګاونډیتوب

د ایران ولسمشر رئیسي زیاته کړې: «ځیني موږ ته وايي چي په دغه بند کي اوبه هغومره نه دي، ژر دي زموږ کارپوهانو ته اجازه ورکړي چي له یاد بند څخه لیدنه وکړي، که چیري دوی تائید کړه، ستونزه نه سته، د اوبو د نشتوالي له امله موږ څه نه وایو، خو که چیري اوبه وي، نو دا د خلکو حق دی باید ورکړل سي.»

هغه ویلي دي، چاته اجازه نه ورکوي چي د خلکو حق يې وخوري: «موږ چاته اجازه نه ورکوو چي د خلکو حق مو راضایع کړي. زما دا خبره دي ډېره جدي ونیسي، بیا دي ګیله نه کوي، چي موږ ته نه ول ویل سوي.»

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د هلمند د حقابې د مکرري غوښتني په ځواب کي «د اوبو د کمښت» خبره یادوي. 

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد په یو ټویټ کي لیکلي دي، په دې اړه امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره پر ټلیفون خبري کړي دي: «د باندنیو چارو وزارت... د اوبو د کمښت او د هیواد په لوېدیځ کي د لږ باران اورېدو خبري یادولو په ترڅ کي د دواړو دولتونو ترمنځ د تړون پر موجودیت ټینګار کړی دی.»

اړوند: رئیسي له افغانستان څخه د ایران د اوبو حق د جدي تعقیب غوښتنه وکړه

په دغه ټویټ کي راغلي دي: «هیڅ چاته اجازه نه ورکو چي د دواړو هیوادونو مخ پر ودي اړیکو ته تاوان ورسوي او دواړي خواوي باید د هر ډول منفي تبلغاتو او خواشینوونکو څرګندونو ته پاملرنه ونه وکړي.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر: د کجکي بند ایله کړئ

په همدې حال کي د ایران د باندنیو چارو وزیر غوښتنه کړې ده چي ایراني پلاوي ته دي اجازه ورکړل سي چي له کجکي بند څخه لیدنه وکړي.

«افغانستان وايي، په یاد بند کي کافي اوبه نه سته، موږ په صراحت دوی ته ویلي دي چي د ۱۳۵۱کال د تړون له مخي دي یو ګډ مسلکي پلاوی دغه کار سرته وسوي. زموږ واضح غوښتنه داده چي مسلکي ډلې ته مو له کجکي بند څخه د لیدني اجازه ورکړل سي او د هغوی د لیدني پر بنسټ قضاوت کوو چي اوبه په بند کي سته او کنه.»

د هغو ویډیوګانو پر بنسټ چي د ایران د باندنیو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه خپرې سوي، د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین عبدالهیان  ویلي دي: «د دې ترمخه چي وخت تېر وي د کجکي بند اوبه را ایله کړي، ترڅو هم يې د لاري په اوږدو کي خپل هیوادوال او هم د سیستان خلک په اوبو ماړه سي.»

د ۱۳۵۱کال تړونلیک څه وايي؟

د افغانستان حکومت د یو مخکني چارواکي د معلوماتو له پر بنسټ، د ایران حقابه هغه موضوع ده چي د ایران او افغانستان هیوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱کال د یو تړون له مخي لاسلیک سوې ده.

اړوند: طالبانو ته د ايران ګواښ: مخکي تر دې چي ناوخته سي د کجکي بند اوبه ایله کړئ

دغه تړونلیک هغه وخت د افغانستان دلومړي وزیر موسی شفیق او د ایران لومړي وزیر امیرعباس هویدا لخوا لاسلیک سوی دی. د دغه تړون په چوکاټ کي د هلمند په اوبو کي د ایران د حقابې اندازه معلومه کړل سوې ده.

نجیب اغا فهیم، چي د مخکني حکومت له خوا د هلمند په سیند کي د ایران د حقابې په اړه د خبرو اترو ګډونوالو وو، دویچه ویله ته وویل چي په یو نورمال کال کي د حقابې مقدار په یوه ثانیه کي ۲۶مترمکعب دی، نورمال ابي کال په دغه تړون کي هغه کال ته ویل سوی چي په هلمند سیند کي د اوبو کچه په یوکال کي پنځه میلیارډ او ۶۰۰میليونه مترمکعب وي.

فهیم زیاتوي: «په هلمند سیند کي په بېلا بیلو فصلونو کي د اوبو اندازه فرق کوي، د مثال په ډول د هلمند په سیند کي اوبه په فبروري میاشت کي لوړي کچي او په سپټمبر میاشت کي ټیټي کچي ته رسیږي. نوموړی وايي: «هغه وخت چي د هلمند سیند اوبه ډېري وي یعني په فبروري میاشت کي، نو د ایران د حقابې کچه په ثانیه کي نژدې ۷۸مترمکعب تثبیت سوې ده، خو په سپټمبر میاشت کي د اوبو یاده کچه لږیږي، نو د ایران د حقابې کچه په دغسي مهال يې په ثانیه کي ۳.۲مترمکعب وړاندوینه سوې ده.»

د فهیم په خبره، کوم کلونه چي افغانستان له وچکالۍ سره مخامخ وي، د اوبو د اندازې د لږوالي په تناسب، د ایران حقابه هم ورسره لږیږي.

موږ پر یوټیوب هم تعقیب کړئ

هغه له ایران سره د افغانستان د مخکني حکومت د خبرو اترو په اړه وویل: «ښکاره موضوع د حقابې وه، خو په عمل کي د هغوی [ایران حکومت] غوښتنه داوه چي په حد اکثر ډول د هلمند له دریايي حوزې څخه ګټه واخلي او هڅه کېده چي د یو نوي سند په لاسلیک سره د «هلمند سیند څخه حد اکثر ګټه واخلي» او حقوقي بڼه ورکړي.

د فهیم په خبره د مخکني حکومت د حاکمیت پرمهال دغسي یو سند د دواړو هیوادونو له لوري نه دی لاسلیک سوی «خو اوس هم د ایران حکومت هڅه کوي چي پر طالبانو د سیاسي فشار واردولو له لاري دغه تړون له دوی سره لاسلیک کړي.»

په کابل کي د ایران سفارت سرپرست او د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي، د ایران کورنیو رسنیو ته ویلي دي چي د هلمند په اوبو کي حقابه د طالبانو له حکومت سره د تعامل اصلي لومړیتوب دی.

هغه همدارنګه ویلي دي چي د افغانستان د مخکني دولت مسلکي کسان د حقابې د ستونزو د حل په لار کي خنډ ول نه طالبان.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب