د حلب له پاره مهمي شېبې
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبهپه سوریه کې د روسیې یوه لوی چارواکي له ټولو اړخونو څخه غوښتي دي چې د سولي د نوي نوښت ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ژنیو کې د عربي هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي ستیفن دیمیستورا سره په سلا مشورو بوخت دی.
په سوریه کې د روسیې د همغږۍ مرکز مشر ډگر جنرال سیرگي کورالینکو، د روسیې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې هکله خبري اتري رواني دي چې په حلب کې د «چوپتیا رژیم» رامنځ ته شي.
د څارونکو په وینا د یاغیانو له لوري د دغه ښار په لویدیځه څنډه کې چې د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده تر حملو وروسته د سوریې هوایي ځواک د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمي بمبار کړي دي.
لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د یکشنبې په ورځ ادعا کړې ده چې د بشارالاسد رژیم پر کاستیلو سړک باندې بیلري بمونه غورځولي دي. دغه سړک له حلب ښار څخه د ملکي وگړو د تیښتې له پاره یوازینۍ لار ده.
د نوموړي سازمان په وینا د اپریل میاشتې له ۲۲ نېټې راهیسې تر اوسه په حلب کې لږ تر لږه د ۴۹ ماشومانو په شمول ۲۵۳ ملکي وگړي وژل شوي دي.
د بشارالاسد پوځ وایي چې د حلب پرته په دمشق او د هغې په اطرافو او همداشان د لاذقیه ولایت په ځینو برخو کې د «چوپتیا رژیم» برقراره دی.
سعودي عربستان د «جنگي جرمونو» خبره کوي
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، چې ژنیو ته پر لاره دی د بشارالاسد رژیم په حلب کې په «جنگي جرمونو» تورن کړی دی. په پام کې ده چې هغه به د دوشنبې په ورځ له جان کیري سره وویني.
په ژنیو کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جودة، ویلي دي چې د سوریې په حلب کې وضعیت د انديښنې وړ دی. هغه د یوه اوربند، د سولې د خبرو اترو د بیرته پیلولو او بشري مرستو د رسیدو پر سر ټینگار کړی دی. هغه ویلي دي چې دغه درې واړه باید پر یوه وخت تر سره شي.
د روسیې مرستې ته اړتیا ده
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ژنیو ته د رسیدو پر مهال ویلي دي چې د ملگرو ملتونو پریکړه لیک د «ټول هیواد» په کچه د یوه اوربند او بشري مرستو کتارونو ته د لاس رسي له پاره غږ کوي. کیري په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې څرگنده ده دغه کار نه دی تر سره شوی او زیاته کړې یې ده چې دا د حلب له پاره «مهم ساعتونه» دي چې د روسیې همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي.
په عین وخت کې د یاغیانو ډېري ډلي د رژیم شعار ردوي او وایي چې په هر رنگه تړون کې باید د جگړې ټولې سیمې شاملې وي.
د فبرورې میاشتې په تړون کې تندلاري جهادي ډلې لکه «اسلامي دولت» او «النصرة جبهه» نه وې شاملې، چې تر برید لاندې نیول کیدای شوي.