1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د حلب پر هوايي ډګر د اسرائیل دوهمه حمله

۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

سورېې اعلان وکړ چې د اسرائيل توغنديزي حملې د حلب هوايي ډګر ځغاستليکه تخريب کړې او د الوتکو پروازونه درېدلي دي. دا په يوه اوونۍ کې د سورېې پر دغه هوايي ډګر دوهمه حمله ده.

Syrien Israelischer Luftangriff auf Damaskus
د دمشق ښار په سر د اسرائيل د حملې لوګی - د آرشیف انځور د ۲۰۲۲م کال د جولای ۲۰مهانځور: AFP/Getty Images

اسرائيل د سې شنبې په ورځ ماښام (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۶مه) د سورېې د حلب پر نړیوال هوايي ډګر باندې توغندويز برید وکړ چې د رپوټونو پر اساس د هوايي ډګر رن وې يا ځغاست ليکه تخرېب کړې ده.

د سورېې رسمي خبري آژانس «سانا» د دغه هیواد د پوځ له قوله رپوټ ورکړی دی چې د اسرائيل حمله د شپې شاوخوا ۸ بجې او ۱۶ دقیقې له مديترانه سمندرګي څخه وشوه او د سورېې هوايي ځواکونو د اسرائيل څو توغندي شنډ کړي دي.

د سورېې د بشري حقونو د څار سازمان چې مقر ېې په لندن کې دی، ويلي دي چې د حلب هوايي ډګر ته نژدې د اسرائيل د حملو د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي چې د ایران پلوه ملېشو د زيرمو د په نښه کولو په مقصد شوي دي.

د اسرائيل هوايي بريدونو په سوريه کې مرګ ژوبله اړولې ده

د دغه سازمان د رپوټ پر اساس، لږ تر لږه دوو توغنديو د ایران د حامي ډلو پورې اړوند زېرمې تخريب کړي چې له امله ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې او «درانه مالي زیانونه» ېې اړولي دي. د ځاني تلفاتو او یا هم د ټپي کېدو په اړه تر اوسه رپوټونه خپاره شوي نه دي.

 اسرائيل غواړي په دا ډول حملو سره په سوريه کې د ایران د مخ پر ډيريدونکي نفوذ مخه ونیسي. د ايران حکومت، د سورېې له ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

اسرائيل په ۲۰۱۱م کال د سورېې د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې، پر دغه هیواد په سلونو هوايي حملې کړي دي. په دغو حملو کې نه يوازې د سورېې حکومتي ځواکونه، بلکې د لبنان حزب الله او نوري ایران پلوه ډلي په نخښه شوي دي.

اسرائیل په سوریې کې د ایراني ځواکونو پر سنګرونو برید کړی

تل ابیب په ندرت دا ډول حملې تائيدوي، خو په کراتو ېې ويلي دي چې په سوريه کې د ایران نفوذ به ونشي زغملی.

د سورېې د بشري حقونو د څار سازمان په وروستيو کې اعلان وکړ چې اسرائيل ته یوه منتسبه حمله د سنبلې میاشتې پر درېمې نېټه د سورېې د حمای ایالت په مصیاف ښار کې وشوه. په وینا ېې په دغه حمله کې د ایران ساخت توغندويو یوه زیرمه چې پکې تر زرو ډير توغندي ول، په نخښه او له منځه يووړل شوه.

دغه رپوټ زیاتوي چې د وسلو دغه زیرمه د «سورېې د علمي مطالعاتو او څېړنو په مرکز(SSRC) » کې واقع وه چې پکې په زرونو له ځمکې څخه ځمکې ته متوسط واټن ويشتونکي توغندي موجود ول کوم چې د ایران د سپاه پاسداران د «متخصصو افسرانو» له خوا مونتاژ او زیرمه شوي ول.

د مصیاف په دغه حمله کې ۱۴ ملکيان او دغه راز د ایران ملاتړکوونکو ملیشو څو چارواکي ټپيان شوي ول.

دلته د وسلو په هکله زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم هم کتلۍ شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب