1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حلب په ښار کې د اپوزیسیون او دولتي ځواکونو تر منځ جگړه ادامه لري

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

د سوریې په حلب ښار کې د یاغیانو او د بشارالاسد د پلوي ځواکونو تر منځ د سختې جگړې رپوټونه ورکړل شوي دي. د ځایي اوسیدونکو په وینا د دغه جگړې شدت بې ساری دئ. تر دې دمخه د سوریې یاغیانو خبر ورکړی وو چې د ښار د کنترول د حاصلولو له پاره ئې په حملې لاس پورې کړی دئ.

یاغیانو ادعا کړې چې په یو شمیر برخو کې ئې پرمختگ کړی، خو په دې نه دي توانیدلي چې کوم ځانگړی یا د پام وړ پرمختگ دې تر لاسه کړي. په عین وخت کې متحده ایالاتو او فرانسې د بشارالاسد د مخالفینو سره په مرستو کې د ډیروالي اعلان کړی دئ.

په ملگرو ملتونو کې د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله ویلي دي چې موږ باید د سوریې د خلکو اوږد مهاله لیرلید له پاره کار وکړو خو په اوس وخت کې باید د سوریې د خلکو ضروروتونه په پام کې ونیسو. ملگري ملتونه اټکل کوي چې شاوخوا دوه نیم میلیونه سوریایان په دغه هیواد کې د روان کړکیچ له امله زیانمن شوي او کابو دوه سوه زره خلک نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب