د حکمتیار غونډې ته نزدې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي
۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبهپیښه په جلال آباد کي د حکمتیار د غونډې تر ختمیدو څه نا څه لس دقیقې وروسته هغه مهال رامنځ ته شوې چې د غونډي ګډنوال د وتلو په حال کې ول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه ویله ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ول چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې ورته چاودنه ورکړل شوه.
خوږیاڼي له خبري آژانسونو سره په خبرو کې دا هم تأیید کړې ده چې په چاودنه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته چې د یوې غونډې په موخه ننګرهار ولایت ته تلل وو، زیان نه دی رسیدلی.
د دغه افغان چارواکي په خبره د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ماشومان هم پکښې شامل دي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل، هم دویچه ویله ته وويل چې تر اوسه پورې روغتون ته د دې پیښې درې جسدونه او اته ټپيان لیږدول شوي دي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت پکښې نازک دی.
په سيمه کي عيني شاهدانو دويچه ويله ته وويل چي د گلبدين حکمتيار له غونډي ځيني خلک د راوتلو په حال کي ول، چي د بهسودو پله ته څيرمه چاودنه وشوه.
ګلبدین حکمتیار تیر مېلادي کال د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شو او اوس په افغانستان کې سیاسي فعالیت کوي. هغه تر دې مخکې د افغان حکومت او ناټو ځواکونو پر ضد وسله واله جګړه کوله.
تر اوسه پورې د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.
امید دیدار/ ننګرهار