د حکومت او طالبانو تر منځ نښته کې ٦٩ طالبان او ٧ تنه پوليس وژل شوي دي
۱۳۸۶ فروردین ۳, جمعهاعلان
ښاغلي ظاهر عظيمي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې زياته کړه چې دغه عمليات يوازې د افغان ځواکونو له خوا په ناد علي، گرشک او لښکرگاه ولسواليو کې تر سره شوي دي. په دغو نښتو کې ١٩ تنه افغان پوليس ټپيان شوي هم دي. عظيمي وويل چې د وژل شويو طالبانو ۴٩ مړي د جگړې په ډگر پاته شول او باقي هغه د تښتېدونکو طالبانو لخوا يوړل شول. اوه لس تنه طالبان ژوندي ونيول شول چې درې له هغو څخه په جگړه کې ژوبل شوي وو. دغه عمليات چې د »نوروز« په نامه يادېږي تر جمعې پورې دوام لري.