«د حکومت بدلېدل يو خوب و خيال دی»
۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبهپه دغه غونډه کې طالبانو دغه راز له افغانستان څخه به بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه هم وکړه. طالبانو ویلي دي چې یوازي د دغو شرطونو د منلو په صورت کې به د سولي خبرو اترو ته غاړه کښېږدي.
طالبان او اسلامي حزب په داسې حال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کوي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ وویل، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتېدل د دغه هیواد په ګټه دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۳) په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د یوه نوي موقت حکومت د جوړیدو موضوع یو خوب او خیال دی. دا کار د کېدو نه دی او د افغانستان د خلکو په خیر هم نه تمامیږي.»
موسی زي زیاته کړه چې د افغانستان اوسني قوانین ټولو هغو کسانو ته چې شرایط پوره کړي او واک ته د رسیدو غوښتونکي وي د دې کار قانوني امکانات برابروي. دغه افغان چارواکي همداراز زیاته کړه چې د افغانستان ټولو خلکو د دغه هیواد اساسي قانون منلی دی او په دغه قانون کي يوازي لويه جرگه بدلون راوستلای شي.
ښاغلي موسی زی وویل: «هغه قانوي میکانیزم چې په تیرو لسو کلونو کې جوړ شوی دی د افغان حکومت په حواله د هغو کسانو او ډلو له پاره چې غواړي د خپل هیواد په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي چارو کې ونډه واخلي آزاده فضا رامنڅ ته کوي.»
د موسی زي په خبره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه روښانه اصول موجود دي. هغه په دې برخه کې اساسي قانون ته احترام، د وګړو د حقونو مراعتول، له ترهګرو سره اړیکي شکول او د خلکو پر وړاندي له تاوتریخوالي څخه لاس اخیستل، یاد کړل.
په دغه خبري کنفرانس کې د افغان حکومت د اپوزیسیون او د سولې د عالي شورا غړو هم حضور لاره. تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي په پاریس کې د طالبانو او د اسلامي حزب د غړو په ګډون د غونډي هرکلی کړی وو، خو زیاته کړې يې وه چې په دې خبره پوه دی چې د سولې په نوم د افغانستان د خلکو پر ضد فعالیت کیږي نو هغه به هم په لازمو اقداماتو لاس پوري کړي.