د آلمان بهرنۍ استخباراتي اداره، په افغانستان کي د خاشخاشو او بنگو د کښت او مخدرو موادو د توليد په اړه راپور کي وايي چي دغه کار د افغانستان و امنيت او اقتصاد ته تاوان او طالبانو ته ستره گټه رسولې ده.
اعلان
د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې (BND) په ټوله نړۍ کي د مخدرو موادو د قاچاق او د افغانستان پر امنيت او اقتصاد باندي د منفي اغېزو کولو څخه خبرداری ورکړی دی.
په دغه راپور کي افغانستان په نړۍ کي د مخدرو موادو د توليد او قاچاق په برخه کي د يوې منفي نمونې په توگه ذکر سوی دئ.
په راپور کي راغلي دي، طالبان له دې څخه چي افغانستان په نړۍ کي د خاشخاشو د کښت او تارياکو د توليد ستر مرکز دئ راضي دي. ځکه چي له دې درکه د دوی لگښتونه پوره کيږي.
په دغه راپور کي دغه راز ټينگار سوی دئ، چي په دې برخه کي مختلفي قومي او سياسي ډلي تر خپل منځ د اختلافاتو له وجي د خاشخاشو او بنگو له گښته گټه اخلي.
د ملگرو ملتونو د اټکل له مخي په نړۍ کي د مخدرو موادو د راکړي ورکړي بيه نژدې ۳۹۰ ميليارده ډالره کيږي. له دې څخه نو داسي ښکاري چي د مخدرو موادو قاچاق کوونکي د نړۍ پنځم مالي قدرت دئ.
د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې اعلان کړی دئ، چي له مخدرو موادو سره مبارزه، د دغو موادو د قاچاق د نوو لارو او نوو شيوو په خاطر ډېره ستونزمنه ده.
دغي ادارې ويلي دي چي له افغانستان څخه مرکزي او لوېديځي اروپا ته د مخدرو موادو د قاچاق اصلي مسير د ترکيې او ايران له لاري د بالکان هيوادونه دي.
له تيرو څو کلونو راهيسي قاچاق کوونکو نوري نوي لاري هم پيدا کړي دي. په دغه راپور کي راغلي دي: «په وروستيو کلونو کي ختيځه افريکا هم د مخدرو موادو په يوه مرکز بدله سوې ده.» دغي سيمي ته له ايران او پاکستان څخه په کښتيو کي مخدر مواد انتقاليږي او له هغه ځايه بيا له هوايي لاري اروپا ته لېږدول کيږي.
د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې په دغه راپور کي له ايران او پاکستان څخه د لوېديځي اروپا بندرونو ته د هيروينو د لېږلو مستقيمي لاري ته هم اشاره سوې ده.
په آلمان کې د ایراني اچار په مرتبانو کي هيروئين نيول شوي
د آلمان پولیسو ۳۳۰ کلیو گرامه هيروئين چې په ایراني موادو کې ځای پر ځای شوي ول کشف کړل. دا په آلمان کې په تیرو څو لسیزو کې د هیروئینو تر ټولو لویه محموله ده، چې نیول شوې ده. په دې پیښه کې دوه ورونه نیول شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
د آلمان جنایي ادارې د پنجشنبې په ورځ په ویسبادن کې اعلان وکړ چې پولیس توانیدلي۳۳۰ کلیوگرامه هيروئين کشف کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
دا په وروستیو لسیزو کې یو ځای نیول شوي تر ټولو ډیر هیروئین دي. په تور بازار کې د دغو موادو ارزښت ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
دغه ټول مواد په یوه لوی موټر کې ځای پر ځای شوي ول. چارواکي وایي چې نیول شوي هیروئین یې د روان کال د سپتمبر مياشتي پر ۲۲ نیټه له یوې محمولې څخه چې له ایرانه استول شوې وه نیولي دي. په دې بار وړونکي موټر کې بايد په اصل کې اچار لیږدول شوي وای.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
د آلمان فدراله جنایي اداره له څو میاشتو راهیسي د هغي ډلي په اړه په څیړنې بوخته وه چې لویدیځي اروپا ته یې په زیاته اندازه مخدره مواد قاچاقول. دغه سوریايي ـ عراقي ډله له څو کلونو راهیسي تر شک لاندي وه. دغي ډلي په ترکارۍ کې مخدره مواد قاچاقول.
انځور: picture-alliance/dpa/FRM
پر دوو نیول شویو ورونو سربیره هغه شرکتونه چې باید دغه محمولې ورته رسیدلې وای هم په پیښه کې شکمن بلل شوي دي.
انځور: BKA
آلماني چارواکو ویلي دي چې په دې قضیه کې پر ډیرو نورو کسانو هم شک موجود دی او دا چې اوس پولیس په څیړنه بوخت دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst
په دې اړه اوس څېړني رواني دي او نیول شوي کسان اوس په موقت حبس کې دي.
د فدرال آلمان د جنایي پولیسو مشر یورگ تسیرکه، ویلي دي چې له دې کشف څخه معلومیږي چې تر دې دمخه هم آلمان ته د مخدره موادو لویې محمولې راتلې. هغه زیاته کړې ده چې له دې پدیدې سره د مبارزې په موخه نړیوال قاطعانه کار ته اړتیا شته.