1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خاشقجي نامزادې د سعودي د وليعهد پر ضد د اقامې دعوا کړې ده

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

دوه کاله تر مخه د وژل شوي ژورناليست جمال خاشقجي نامزادې د نوموړي د قتل په قضيه کې د سعودي عربستان د وليعهد او نورو ۲۸ کسانو پر ضد دعوا کړې ده. جمال قاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې وژل شوی وو.

Schweiz Zürich Hatice Cengiz
انځور: Andreas Rentz/Getty Images for ZFF

جديجه چنگیز تر پېښې دوه کاله وروسته په يوه امريکايي محکمه کې د وليعهد محمد بن سلمان پر ضد شکايت وړاندي کړی دی. نوموړې استدال کوي چې بن سلمان د هغې د ژوند د ملگري د وژلو امر کړی وو.

محکمې ته په وړاندې کړل شوي دغه شکايت کې ويل شوي چې هغې د جمال خاشقجي په بې رحمه توگه د وژل کيدو له کبله شخصي زيان او مالي تاوان ليدلی دی. په دې ترڅ کې د تاوان غوښتنه هم شوې ده خو اندازه نه ده معلومه کړل شوې.

د بن سلمان او نورو ۲۸ شکمنو کسانو پر ضد د اقامې دا دعوا د قاشقجي له خوا د رامنځته شوي بشري حقونو د « Dawn» په نوم ټولنې او جديجه چنگیز له خوا په گډه وړاندې شوې ده.

په دعوا کې ويل شوي چې د قتل هدف په عربي نړۍ کې د ديموکراسۍ له پاره د اصلاحاتو د هغو هلو ځلو له منځه وړل ول، چې د جمال خاشقجي له خوا پېل شوې وې. جديجه چنگیز او د بشري حقونو يادې ټولنې ويلي دي چې دغه دعوا یې له دې کبله د واشنگټن په يوه محکمې کې کړې ده چې دوی په سعودي عربستان کې د عدالت د ترلاسه کولو تمه نه لري.

د خاشقجي پر وژلو په ټوله نړۍ کې سخت غبرگون وښوول شوانځور: Getty Images/Y. Akgul

۵۹ کلن خاشقجي چې سعودي عربستان د حکومت منتقد او د بن سلمان مخالف وو د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر پر دويمه نيټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د ځانگړو کوماندو له خوا ووژل شو.

د هغه جسد تر نن ورځې پورې نه دی موندل شوی. ترکي چارواکو تر پلټنو وروسته ويلي چې د فرانزک او استخباراتي افسرانو يوه ډله له سعودي څخه استانبول ته راغلې وه او په قونسلگرۍ کې یې له خاشقجي سره ليدلي ول. تر دې ملاقات وروسته هغه وژل شوی او مړی یې ټوټه ټوټه کړل شوی وو.

د سعودي عربستان حکومت په لومړي سر کې دا خبره په کلکه رد کړې وه، خو د نړيوالو د سختو فشارونو په نتيجه کې بالاخره د سعودي حکومت دا خبره ومنله چې قاشقجي «د هغه د نيولو د ناکامې هڅې په ترڅ کې» وژل شوی دی.

bs/nz (afp, rtr, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب