1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خاشقچي په قتل کې په لاس درلودو تورن کس فرانسه کې نيول شوی

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د سعودي خبریال جمال خاشقچي په قتل کې په لاس درلودو تورنو کسانو له ډلې يو تن د فرانسې په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو. هغه غوښتل سعودي عربستان ته سفر وکړي. د تورن نوم خالد العتيبي ښودل شوی دی.

Jamal Kashoggi
انځور: Getty Images/C. McGrath

فرانسوي رسنیو د پاریس شار په «شارل دو ګول» هوايي ډګر کې د سعودي عربستان د اوسیدونکي خالد العتیبي د نیولو خبر ورکړ. د فرانسې پولیس وايي چې دغه کس غوښتل په یوه الوتکه کې د سعودي عربستان پایتخت رياض ته پرواز وکړي چې په همدې ترڅ کې ونیول شو. پولیس نیول شوی کس د جمال خاشقچي د قتل ۱۵ کسیز کمیسیون له غړو څخه یو بولي.

د سعودي عربستان د حکومت منتقد خبریال، جمال خاشقچي د امريکا له متحده آيالاتو څخه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له پاره تبصرې خپرولې چې پکې تل پر بن سلمان باندې نيوکې کېدې.

نوموړی د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې لادرکه شو.

د دغه ژورنالیست مړی تر ننه پورې ورک دی. ترکیه وايي، خاشقچي د عربستان په قونسلګرۍ کې لومړی خفک کړل شوی او بيا يې جسد ټوک ټوک او له قونسلګرۍ څخه بهر ايستل شوی وو.

د ملګرو ملتونو ځانګړې خبرياله آګنس کالامار وايي، داسې شواهد شته چې هغه په دغه قتل کې د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان په لاس لرو باندې دلالت کوي.

سعودي عربستان دغه قتل تائید کړی، خو په هغه کې يې د محمد بن سلمان لاس لرل رد کړي دي.

په ۲۰۲۰ کال په سعودي عربستان کې ۸ کسان د جمال خاشقچي په قتل کې د لاس لرو په جرم، په څو کاله حبس باندې محکوم شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب