د خامنه ای د مړینې احتمال
۱۴۰۴ اسفند ۹, شنبه
اسرائیلي چارواکو د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي، احتمالا وژل شوی دی.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې «زیاتیدونکې نښې نښانې » شته چې د خامنه اي د اوسیدو پر ځای په ترسره شوي برید کې دې نوموړی وژل شوی وي.
د نتنیاهو له وینا وروسته دوه نورو لوړپوړو اسرائیلي چارواکو هم تائید کړه چې د ایران دغه روحاني مشر وژل شوی دی. دغو دوه چارواکو د نوم د نه ښودلو به شرط ویلي چې رسمي اعلان ته په تمه دي.
اړوند مطلب: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل
اسرائیلي رسنۍ «ان۱۲» ویلي چې د دوی د هیواد لومړي وزیر نتنیاهو ته د خامنه یي د مرګ ثبوت ښودلی دی. خامنه اي د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د مشر روح الله خمیني، ځای ناستی دی. هغه په ټولو لویو پالیسیو کې وروستۍ پریکړه کوله.