1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

طالب چارواکي د خبریالانو له نیولو او زنداني کولو دفاع وکړه

۱۴۰۴ مهر ۱, سه‌شنبه

د طالبانو یوه چارواکي په کابل کې وویل، هغه خبریالان چې ناسم خبرونه خپروي، باید ونیول سي، زنداني سي او سزا ورکړل سي. له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ وايي چې د خبریالانو نیمايي برخه د خپل کار د ادامې له پاره کومه هیله نه لري.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو آزادي محدوده سوې ده
د خبريالانو له نيولو او زنداني کولو څخه د يوه طالب چارواکي دفاعانځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د «ریښتیني ژورنالیزم، باخبره خلکو او سالمه ټولنې» تر عنوان لاندې یوه ناسته جوړه کړې وه. د طالبانو ځینو چارواکو په دغې ناستې کې ټینگار وکړ چې خبریالان باید« ريښتیني» او واقعي خبرونه خلکو ته خپاره کړي.

د طالبانو د چارو د ادارې رئیس، نورالحق انور د خبریالانو نیول کیدل او زنداني کول توجیه کړه: «که کوم خبریال زنداني سوی دی، په حقه زنداني سوی، وژل سوی نه دی بلکې تنبیه سوی او سزا ورکول سوې ده.»

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور پر مهال د رسنیو د آزادۍ وده، یوه له مهمو لاس ته راوړنو څخه شمیرل کیده او رسنیو دا آزادي درلوده چې خبرونه او پیښې خپرې کړي، خو د طالبانو دغه چارواکي ویلي دي چې د افغانستان د شل کلنې جگړې پر وخت له ژورنالیزم څخه د طالبانو پر ضد کار اخیستل کیده او خبریالانو د خلکو په منځ کې بیره او وحشت خپراوه.

اړوند:په افغانستان کې د انترنت پر قطع کیدو انتقادونه زیات سوي

رسنیو او خبریالانو په تیرو کلونو کې د طالبانو انتحاري بریدونه او هغه زیانونه خپرول چې دغو بریدونو له ځان سره لرل، خو انور وویل چې خبریالانو «د مسلمانانو په منځ کې بیره او وحشت خپراوه او دا ناروا دي.»

هغه ټینگار وکړ: «خبریالان باید د یوه مسلمان غیبت خپور نه کړي، ځکه دا حرام دی او هر خبر د خپریدو وړ نه دی.» انور وویل چې ژورنالیزم هغه څه دي چې شریعت هغه تعریف کړی دی.

د توقیف، سانسور او څارنې په اړه اندیښنې

له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونه وايي چې طالبانو واک ته له بیاځلي رسیدو راهیسې پر رسنیو باندې ډیر محدودیتونه وضع کړي او په افغانستان کې يي د بیان آزادي محدوده کړې او خبریالانو ته د پیښو د خپریدو اجازه نه ورکوي.

دغو بنسټونو تل د طالبانو د ادارې له خوا د توقیف، سانسور، څارنې او په رسنیزې محتوا کې د لاس وهنې له امله خپلې اندیښنې ښودلې دي.

اړوند:يوناما رسنيو ته د طالبانو د تازه لارښووني په اړه سخته اندېښنه ښوولې

د خبریالانو او بیان د آزادۍ د وضعیت د مرکز د رپوټ په حواله «د امر بالمعرف او نهې المنکر د نوي قانون په پلي کیدو سره، محتسبانو یا مذهبي پولیسو ته پراخ اختیارات ورکول سوي دي او هغوی د رسنیو د کارکوونکو په گډون د هغه څه له پاره دې پر قانون تکيه کوي چې خلک یې بايد وکړي او يا دا چې منع دي او خلک یې بايد ترسره نه کړي.»

د افغانستان له رسنیو څخه د ملاتړ سازمان هم درې ورځې مخکې د «حکومت له بدلون وروسته د ښځینه افغان خبریالانو د مقاومت» تر عنوان لاندې یو رپوټ خپور کړ.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د هغو ښځینه خبریالانو له ډلې څخه چې واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه، په اوس وخت کې یوازې ۶،۹ سلنه فعالې دي او د فعالیت اجازه لري.

په رپوټ کې راغلي دي چې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلو رپوټونو تغیر یا سانسور ته مجبورې سوې دي. دغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې په یوه کال کې ۸۰ سلنه خبریالانو هیڅ ډول ملاتړ نه دی ترلاسه کړی او د خبریالانو تقریباً نیمايي برخه په راتلونکي کال کې د خبریالۍ د کار دوام ته کومه هیله مندي نه لري.

په رپوټ کې راغلي :«له محدودیتونو اوگواښونو سره سره،افغان ښځینه خبریالانې همدارنگه په خاموشۍ او په پټه خپل کار ته ادامه ورکوي چې دا په خپله د استقامیت او مسلکي ژمنتیا یو سمبول دی.»

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت

04:11

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل